انتظار

د لراوبر اداره | دسمبر 2nd, 2009


دامي له زړه نه واوره
گیلي يوڅوخبرې
چي درته څومره کړمه
شېـــبـــــه ساعت شمارمه
ورځې هفتې ملگري
هفته په مياشت بدل شي
مياشت بياپه کال
کال په کلونوتيرشو
زه انتظارباسم ستا
ته څه خبرئې لما

زه چي دي ووينمه
نودرته داسى شمه
ټوله بدن مي کوى
بي اندازې خوشحالۍ
هيڅ په خپل ځان نشمه پوۀ
لکه يوخوب چي وينم

مگر ته څه خبرېــــــږي
څنگه دي پويه کړمه
ته خوپوره پوره ئې
هيڅ ته حاجت نلرى
يودي ښايست ملګرى
بل دې زمازړه درسره
سات دي تيرپه دواړو

زماښايستى محبوبا
څه وخت خبره به شي
اخېرپه څه چل به دي
توجوځان ته کړمه
چي مي له ځانه څه
ته دادرانه بارونه
کوم چي پراته پرمادي
هميشه لېــــرى کړي ته

ستاخمارى سترگوخو
هم نوراني جلوې دې
هم دارنگين رخساردې
چي پرماډېر کړى اثر
زه ځني ډېرځوريږم
کرارله کومه وي نو

دې ته خوشحاله سمه
چي به په خوب کې راشى
راسره شي ملگري
زه خوپه خوب کې لاهم
يم دوصال په طمعه
مگرتراوسه پوري
څه مي حاصل نکړله
ستادوصال په ارمان

اوبله داخبره
زمانه ټوله خاندي
هم راوهي ملنډي
چي ته اوزه وگوره
لکه داځمکه اسمان
دومره توپيرمودې ئې
ايا؟
زماسپــــينــــې سپوږمۍ
زه دې لياقت نلرم
چي دې تل خواکې اوسم

زه چي ژوندى يمه اوس
ستاپه يادويم ژوندى
کنې کالبوت يمه تش
اوته مي روح ئې راکې
روح چي بدن کې نه وى
کالبوت نوڅه کوئ شي

خداى(ج) ته زاري کومه
ډيري خواري کومه
هغه به ورځ وي گرانې!
چي سره ډولۍ کې دې زه
ترخپله کوره راوړم

درته ويلي نشم
اونه ته ځان پوهوي
خداى(ج) خودې داسى وکړئ
چي ته يوخوب وويني
اوزه دې خواته درشم
دادرته ووايمه
چي نورنوبس دې گرانې؟
پرمانظروکړه ته

ته چي راکښينستلې
نوليما وپوښته ته
چي داکيداى شي اشنا
نوزه به وايم درته
چي نازنينې ليلا
هرڅه رښتيارښتيادې
ډېراضطراب گرځمه
زه بي تاهيڅ هم نه يم
يمه په تازه پوره
نورنوته خپله پوه شه
چي څه کوي راسره
قضاوت ستالاس کې دي

Copyright Larawbar 2007-2024