کور / شعر / پښتنو ته

پښتنو ته

د هندوس نه تر امو سیند چه خواره يئ
د پښتو ژبه چه وایئ ، پښتانه یئ

ورته وګورئ نړئ و چرته لاړه
تاسو څه کانې کوئ په څه اخته یئ

د نړئ قومونه مخکښي ور روان دي
تاسو وروسته ور روان یئ یا اوده یئ

اتفاق چيري په تاسو کي را نه غئ
خوی مو یو دی که د سم یئ که د غره یئ

خوشحال خان او باچا خان په ارمان لاړل
تاسو یو نه شوئ، تل یو بل ته رواته یئ

دا مي واورئ چې به یو شئ یا به ورک شئ
ددې دوو تر مینځ په طمع نور د څه یئ