یوشمېر وسلې او چاودیدونکي مواد ډایاک ته وسپارل شول

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2009


دملي امنیت ریاست یوشمېر وسلې او چاودیدونکي مواد ډایاک ته وسپارل .

دمیدان وردګ ولایت دملي امنیت ریاست ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په تیره یومیاشت کې په خپلو بېلابېلو عملیاتو کې درندې وسلې او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړې وو چې نن د ډایاک یا بې وسلې کولو کمیسیون
استازو ته دولایت مرستیال علي احمد خاشع لخوا وسپارل شول .

په سپارل شوو مهماتوکې یو میل غرني هوان، یومیل لس ټکه، یو میل پنځه ټکه، دمنځني هوان، لرې ویشتونکي مزایل،۸۵ ملي متري توب یوشمېر مرمۍ او دټانک ضد ماینونه او همدارنګه ۳۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد پکې شامل وو رسماٌ ددې ولایت دډایاک یا بې وسلې کولو کمیسیون استازو ته وسپارل.

همدارنګه دیو بل خبر له مخې دملي امنیت ریاست مسولینو ددې ولایت دجلریز ولسوالۍ په مربوتاتو کې (۵) پنځه بوشکې چاودیدونکي مواد دیوسیټ موبایل،فلش او لین سره د تروریستي اعمالو دترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو کشف او ترلاسه کړه، تراوسه ددې پيښې په اړه څوک نه دی نیول شوې خو پلټنې په دې اړه رواني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024