د لاهور د بمي چاودنو د مړو شمېره نوره هم زياته سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2009


د لاهور د تېري شپې په دوو پرله پسې بمي چاودنو كي د مړو شمېره ۴۵- او د ټپيانو شمېر ه تر ۱۴۵- هم واوښته

كه څه هم د پاكستان په دې مركزي او نسبتاً ارامه سيمه كي له تېرو څو ورځو را ايسته كراري وه خو تېر ماخوستن ناوخته يو ځل بيا د پنجاب په مركز لاهور علامه اقبال ټاوون كي دوه پرله پسې بمي چاودني وسوې چي په نتيجه يې ډېر مالي او ځاني نقصان ورسېده.

پاكستاني پوليسو هغه وخت د پېښي ځاى ته د خبريالانو په ورتك پابندي ولګوله خو وروسته د مړو او زخميانو راپورونه تر لاسه سول. داسي ويل كېږي چي نور هم د مړو امكان سته او د څو تنو زخميانو حالت ښه نه دى او د تشويش وړ ده .

Copyright Larawbar 2007-2024