یو امریکایي او یو برتانوی پوځي ووژل سو

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2009


ناټو او بی بی سی خبر ورکوی چی یو امریکایی عسکر د افغانستان په ختیځ کی او یو برتانوﺉ پوځي هم په هلمند کی د طالبانو د خوښي وړ وسلې یعنی ماین ښکار سول . خو خبر د زخمی پوځیانو تعداد و نه وایه .

د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس همدا اوس ورکړ ، ویل کیږی چی د امریکا د ټولو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال مایک میولن نن پوځیانو ته وویل چی موږ او تاسی باید په افغانستان کی نورو ډیرو تلفاتو ته منتظر اوسو . ده وویل چی « دا زما په څلوېښت کلن پوځی ژوند کی تر ټولو خطرناک وخت دی .

دا چی موږ یې نه ګټو معنا یې دا ده چی موږ یې بایلو ، او همدا علت دی چی نور دیرش زره پوځیان هلته ورلیږو تر څو ویې ګټو . موږ به یو کال وروسته هلته ډیر سخت جنګ ولرو .»

خبر زیاتوی چی شپاړس زره امریکایی پوځیان افغانستان ته د تګ په انتظار کی دي او متباقی پوځیان به څو میاشتي وروسته د ورتګ چمتوینه نیسی . خو انتقادیان وایی چی امریکایی پوځیان د جنګسالارانو او فاسدو مقاماتو د واکمن ساتلو لپاره هلته خپلي وینی تویوی .

Copyright Larawbar 2007-2024