نيوکه طنز نه دی
طنز هغه هنري ښکلې لیکنه ده چې په غیر مستقم ډول ( په رمز او کنايې) دملنډو په لفافه کې دفرد یا ټولنې په ناخوالو د سمون په موخه نیوکه لري هغه لیکنه چې ددی تعریف سره سم نه وي هغه طنز نه دی شاید نیوکه، نقد ، غیبت، ګیله …وي
نیوکه :نیوکه د هغو پټو او نه لیدونکو برخو څیړلو ته وایي چې د ډیرو له سترګو نیام وي ؛نو نیوکه د یو چا دپټو کړو یو لایه پورته کوي او کوونکی یې ښیي.
نقد: د يوې مقالي ، اثر ، كتاب يا شعر څېړل اود غور لاندې نيولوته وايي . لغوي مانا يې فرهنګونه، وينا پېژندنه ، د خبرو سنجونه، ريښتنی قضاوت او د ادبي اثارو ارزښت مالومونه ده. پۀ عربو کې پخو ا د نقاد اصطلاح پۀ عامه توګه د اصلي او کوټه ( ناچله ) دينارو او درهمونو بېلونکې او دښۀ او بد توپيرونکې پۀ مانا کارېدله، خو اوس پۀ ادب کې د وينا د ښو او بدو اړخونو مالومونکي ته کره کتونکی ( نقاد ) وايي
تنقید : تنقيد( کره کتنه ) پۀ لغت کې محاکمه کولو ته وايي، او پۀ ادبي اصطلاح کې نقاد ( کره کتونکی ) هغه چاته ويل کېږي، چې د نقد پۀ وسيله د ادبي اثرونه او دهغو دښۀ والي يا بد والي پۀ اړه لوستونکي ته يوه پرېکړه اعلانوي یا د یوشي یا ادب دځانګړتیاواو امتیاز ښوولو ته وایي. تنقید په اصل کې دلټون او زیاریوه شعبه ده
تقریظ : د شننې د ژانرونو له ډلې څخه دی چې یو څیړونکی یو چاپي اثر تر ارزونې او شننې لاندې ونیسي په تقریظ کې پرته له دې چې دیو اثر فني او ډولې( شکلي) ارزونه کېږي د ټولنېزو ښېګڼو له پلوه هم ارزول کیږي.
ګیله : ګیله د ربړ ، شکایت او عرض هم مانا شوې ده د یو دوست له ناوړو کړو څخه یادونې ته وایي چې د هغه د شکر رنجي لامل شوی وي، چې په یوه ناغه له منځه ځي لکه دا متل : (( ګيله له دوست څخه كيږي نه له دښمنه ))
غیبت : غیبت د چا په غیاب کې دهغه عیب ویل دی چې په اوریدو یې هغه وځوریږي
فسق او ګناه د تظاهرکوونکی پسې بد ویل غیبت نه دی ځکه هغه يې له اوریدو څخه نه ځوریږي یاني دیو چا عیب نیغ په نیغه د هغه په آدرس بل ته ویل دي
دا چې طنزټولنیز خصلت لري نو نیوکه يې هم ټولنیزه وي د ټولنې کمي او کاستي به ټولنیز بعد په پراخ ډول تر نیوکې لاندې نیسي
داچې کله کله یو څوک د نیوکئ لاندئ راځی دا ددې لپاره دی ،چې هغه سړی په ټولنه کې ټولنیز مسوولیت لری ( لکه ښاروال، وزیر…) پر داسو خلکو نیوکې فردی نیوکې نه دې پر هغو نیوکې ټولنیزې نیوکې دي
د طنز د تعریف په اساس د طنز یو ه اساسي پایه نیوکه ده.
دطنز نیوکه یوه موخه لری چې هغه د ټولنې د ناخوالو غندنه او سمون دی او کوونکی يې خپلي تیروتنې ته ځیروي نه
د چا تخریب اوبل داچې دطنز نیوکه په عمومی سطح وي نه فردی سطح
دطنز نیوکه نیغه او لوڅه نه ده هغه په یوه لفافه کې وي
د طنز نیوکه وچه نه ده هغه خندا ، هنري والی او ښکلا لري
که په یوه ټولنه کې طنز یا نیوکه نه وي ولس او کوونکی يې نه پوهیږي چې څوک ښه کار کوي که بد. ځکه هغه متل دی چې وایي: خپل عیب د ولومنځ دی.
ددې لپاره چې نيوکه له يوې خوا د چا د حساسيت او غوسې د راپارېدو لامل نشي؛ هغه ته ډېر په خوښۍ د منلو وړ وګرځي او په پايله کې د کار د رغېدو لامل شي؛ نو باید هغه په طنزسره خپلو کړو ته متوجه شي
ځکه د خلکودطنز ي نیوکو زغم نسبت وچو نیوکو ته ډیر دی کله کله او لږ دوښمني لامل کیږی.
په لرغوني زمانو کې طنز ته نیوکه هم ویل کیده خو اوس دا بلکل سره جلا دی
په طنز کې د اخلاقو درس ، ښوونه او روزنه نشته ځکه د طنز جوهر نیوکه ده هغه نیوکه چې ښه اوبد سره بیلوي. هغه نیوکه چې کم ښوول ، ټینګ نیول او برید نه دی.
طنزی نیوکې په فردي یا ټولنیزو ناخوالو لکه: ساده ګیو، ضعيفو اخلاقو ، فسادونو، تيروتنو ، ناتارونو، ناورينونو، بدو ورځو ،غوسو ، دردونه، رواني عقدو ، ټګیوبرګیو، ظلمونو ، بلوسګریو، غولولو ، درواغو، دومخیو، تیرایستلو ، ختا ایستلو، غرور، حرص د ټولنې په بدو رسمونو اودودونو، عنعناتو او رواجونو اوداسې نورو کیږي.
هغه څوک چې دطنزونو مخ ډب وي په اصل کې د ودې او پرمختګ لاره بندوي باید طنز لیکونکو ته اجازه ورکړ شي چې طنزونه ولیکی او هر څوک باید په ځان کې دسالمي نیوکې فرهنګ ایجاد کړي.
عموماً ځانمني، کبرجن ، ظالېم او پوچ خلک د طنز زغم نه لري .
طنز لیکونکی په ټولنه ، شخص ، ادابو یا رسوم او نورو مسایلو باندې په نیوکو سره د هغو سمون غواړي .
ډاکټر سامویل انګریز ادیب وایي:« طنر هغه شعر دی چې پر فساد او حماقت باندې نیوکه کوي ».
جان درایدن انګریز منتقد اوشاعر وایي:« د طنز موخه دفساد سمون او اصلاح ده».
په طنز کې دوه ضده یوه خندا(خوږه) اوبله نیوکه (ترخه) د سمون لپاره لاس سره ورکوي .
د بیان شوي فساد سره د خلکو کرکه پیدا کوي یاني طنزهغه ترخه دوا ده چې د شاتو( عسلو) خوند لري.
د طنز نیوکه ورانونکې نه ده بلکې جوړونکې ده . طنز لیکونکی ګټور منتقد دی. د طنز د نیوکې سپکاو ی او رټنې ټولنیزې موخې لري خو د هجو نیوکې، سپکاوی او رټنې بیا شخصي موخې لري.
نور بیا