کور / سياسي / د بگرام زندان (دډاکټر عبدالباري ژباړه )

د بگرام زندان (دډاکټر عبدالباري ژباړه )

منبع: د شپيګل انلاين دنومبر د ٢٩ نيټې خپرونه



 



کمکي ځوانان د امريکې په دې نظامي زندان کي د خپلو شکنجو په هکله حال وايي:


 


که څه هم د متحده ايلاتو جمهور رئيس اوباما په بگرام کي دامريکې د پوځي زندان د شرايطو د يو څه ښه کولو وعده کړې وه،خو څرگنده ده چي تر اوسه لا هم په دې پوځي زندان کي غير انساني شرايط حاکم دي.


 جمهور رئيس اوباما د کال په پيل کي ويلي وه چي په خپلو حکومتي چارو کي به تر هر څه دمخه هغه سخت زړگۍ شکنجې لکه Waterboarding (د اوبو غوټې ) منع کوي، چي د ٢٠٠١ کال د ټروريسټي بريدونو راهيسي جاري وې. ده په دې وعده سره ښودل چي د خپل سلف جورج واکر بوش سره يې سياسي لار ډير توپير لري. ددې کال د سپتمبر په مياشت کي اوباما د بگرام د زندان په هکله چي په نړۍ کي د امريکې يو تر ټولو بدنامه او مخوف زندان دئ، نوي مقررات وضع کړل.  دغه جيل چي د کابل په شمال کي پروت دئ ، همدااوس څه ناڅه شپږ سوه کسه، يعني د گوانټانامو تر زندان درې چنده زيات بنديان،  بيله دعوې د اقامې څخه اچول سويدئ.


اوباما په خپلو خبرو کي ددې زندان په هکله ويلي وه چي و هر زنداني ته به د امريکې د اردو يو غړى (د سرپرست په توگه) ټاکل کيږي او هم به د يوه نوي زندان په جوړولو سره د زندانيانو د ژوند شرايط ښه کيږي.


خو منتقدين لکه Tina Foster چي يوه مدافع وکيله ده، دا ډول تدابير هسي سينگاري او آرايشي خبري بولي  او وايي چي په دې نظامي محبس کي به د بشري حقوقو کرکجنو شرايطو ته هيڅ ډول تغير ورنکړل سي. هغه نوي تورونه چي يو لړ امريکايي ورځپاڼو په دې زندان کي د شکنجو په هکله  را پورته کړيدي، د اوباما و ادارې ته يې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کي د مشاجرو او مناقشو نوى اور بل کړيدئ.


واشنگټن پوسټ ليکلي دي چي د اوباما د حکومت په وخت کي هم د بگرام په زندان کي د کمکي ځوانانو سره ناوړه او غير اخلاقي چلند سويدئ.واشنگټن پوسټ په خپله ويبپاڼه کي ددوو هلکانو محمد عيسى او عبدالرشيد په هکله ليکلي دي چي امريکايانو په دې زندان کي وهلي،کالي يې ځني کښلي او لڅ عکسونه يې ځني اخيستي دي. پر دې سربيره يې په بې خوبۍ زورولي او د دوو هفتو دپاره يې په جلا جلا کانکريټي حجرو کي اچولي دي. امريکايانو د دې ١٧ کلن محمد عيسى او عبدالرشيد چي ١٦ کلن لا هم نه ښکاري، داسلامي بنسټپالوطالبانو سره د احتمالي پيژندگلوۍ په هکله تحقيق کړى وو.ورځپاڼه د دې هلکانو له قوله ليکي چي د دوي کانکرېټي او بې کړکيو حجري دونه ټيټي او تنگي وې چي سړى په مشکله سم پکښې درېدلاي سواي.په زندان کي به ساتونکو غمباړي پر وهلې، وهل به يې او تر لغتو به يې لاندي کول.


ورځپاڼه داهم ليکي چي که څه هم دغه ادعاوي د کومي بيطرفي مرجع له خوا ندي تائيد سوي ، خو ددې هلکانو خبري مفصلي اوهيڅ کوم تضاد نه پکښې ليدل کيږي. عبدالرشيد زياتوي چي په زندان کي مستنطقينو پر نورو زورونوسربيره ديته مجبوراوه چي د خپلي مور د عکسونو سره سم ولڅو او غير اخلاقي (پورنوگرافي) عکسونه ته هم وگوري.  


نيويارک ټايمز (NYT ) هم د اونۍ د پاي  په خپرونه کي د درو پخوانيو زندانيانوله قوله په دې زندان کي د غيرانساني شکنجو يادونه کړيده. دغه ټوله شرحي او بيانونه د بشري حقوقو د سازمانونو هغه پخواني راپورونه تصديقوي چي په دې محبس کي د بيرحمو زورونو او شکنجو په هکله نشر کړيدي. په دې راپورونو کي ويل کېدل چي دبگرام د زندان يوه خوا تر اوسه لا د عامه افکارو او رسنيو څخه په مطلقه توگه محرمه ساتل کيږي. د سره صليب نړيوالي کميټې ته هم دا اجازه نده ورکړل سوې، چي په بگرام کي دغه مخفي سلولونه وويني. د نړيوال سره صليب کميټه (ICRC) معمولاً ددې حق لري چي جنگي اسيران او ملکي توقيف سوي کسانو سره وويني او بيله نظارته خبري ورسره وکړي.


حميدالله چي په کندهار کي د زړو اوسپنو کاروبار کوي، و نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته ويلي دي چي ” په بگرام کي دغه تر ټولو خطرناکه او ډارونکى زندان وو. موږ ته به يې هيڅوک نه راپريښود  او نه چا دا اجازه درلوده چي موږ وويني او يا خبري راسره وکړي.ماته وخت هم نه معلوميدئ او نه پوهيدم چي څه وخت خپل لمونځ وکړم”.



د بگرام د دې پخوانيو زندانيانو د قوله هرزنداني  د ٣٥ څخه تر ٤٠ ورځو پوري په بگرام کي بند گاللئ دئ. دا درې سره بنديان يې لومړى په جلا جلا  حجرو کي اچولي وه او وروسته يې عمومي زندان ته انتقال  کړي وه. داچي د بگرام په زندان کي د تحقيق د پاره يو مخصوص بلاک جوړ سوى وو په دې هکله پخوا لا هم يوڅه معلومات وو، مگر د حبس د شرايطوپه هکله يې څوک پوره نسواي خبريدلاي.


حميدالله ويل چي” زه يې پخپله نه يم وهلئ، مگر نور بنديان وهل سويدي.” د نيويارک ټايمز له قوله پر  دې پخوانى بندي هم د بې خوبۍ عذابونه تير سويدي.


د امريکې د دفاع وزارت يوه وياند و نيويارک ټايمز ته ويلي دي چي اوس د امريکې اردو د بنديانوسره د هر ډول بد چلند په هکله  غور کوي  او هم به دغه موضوع  څيړل کيږي چي آيا دغه هلکان په رښتيا هم په  بگرام کي زنداني سوي وه او که نه .


د بگرام زندان په هغه هوايي ډگر کي چي دا گړى دامريکايانو په ولکه کي دئ  او په همدې نامه(بگرام) سره ياديږي او د کابل څخه تقريباً ٦٠ کيلو متره د شمال خواته پروت دئ.


بگرام، چي امريکايي نظاميان يې (BAF ) يا Bagram Airfield  بولي ،د بغداد د هوايي ډگر سره يوځاي د متحده ايالاتو د پاره  په سيمه کي تر ټولو مهمه لوژيستيکي اډه ده. تر اوسه يوازي سره صليب ددې کيمپ څخه ليدنه کړيده او ددې اډې څخه د اصلي مقصدونو په هکله عامه افکارو ته څه څرک نه لگيږي. د بشري حقوقو پالونکي او ژورناليستان دې اډې ته نږدې نه پريښودل کيږي.


د متحده ايالاتو رسنيو په تيره بيا نيويارک ټايمز په تيرو وختونو کي په وارو وارو دا په گوته کړيده چي په بگرام کي د  زندانيانو شکنجې او عذابونه جاري دي.آن  په ٢٠٠٢ کال کي دوه افغاني زندانيان د امريکايي نظاميانو له خوا د ورځو ورځو شکنجو او عذابونو له امله په شهادت رسېدلي وه. اوس د ٦٠ مليونو ډالرو په لگښت د نورو ١٢٠٠ زندانيانو دپاره يو نوى پوخ او اساسي زندان جوړيږي.


د ژباړي پاي


والسلام