کور / کیسه / دم كړيې ډوډۍ

دم كړيې ډوډۍ

دماشپين له سبكه وروسته مي سپاره په بغل كي نيولې كورته راغلم ،اناپرلمانځه ناسته وه سپاره مي په تاخچه كي كيښوده چي راوتلم انا دلمانځه مسله ټوله كړه راباندي غږ يې كړ:
زويه چيرته ځې چي منډه دي اخستي ده ؟
– كلي ته ځم .
– كلى پريږده راځه چي دددرانۍ توړۍ كره دي ولاړسوداڅوورځې پوښتني ته نه يم ورغلي ،
زه هم خوشاله شوم ځكه چي درانۍ توړې نازولم كله به يې په كوچوډوډۍ راغوړه كړه كله به يې ګاړه راته كيښوده.داوږده كميس په اوږده جيب يې زه روږدى وم چي خيرني پتاسې به يې پكي اچولې وې.
تر لاس يې ونيولم دواړورغلو. په سراى چي ورننوتلو درانۍ توړې ديك په لاس كي دغواترګيډۍ ،ګيډىۍ كيږي ،يوې نږندي يې دغواپړى نيولي ،بلي له مخ سره ګوړه ګى نيولي و. لمسي يې ورته ګرځيدل .درانۍ توړي پرنږورغږكړ:
ګلۍ كلكه يې ونسيږه دغم ګي غوايې كړې ټولې شيدې يې راواړه ولې،ځه ټكه پرولويده چي نه دريږي ،غولانڅه يې ګوره يوه تڼاكه ولاړه ده .
– ادي پخواسمه غواوه له دي وراي چي لنګه سوه داپيرې يې زده كړيې دي له چنارګلي يې هم ځوراه ديك واړه اوو.
دوئ په دې خبروكي وچي اناپرغږ كړ:
.ودرانۍ څه ناري دي جوړي كړيدي په دروښځويوه غوانه سئ لوسلاي ،
انازمانه اخيره شوه ښځې ټولي ښويكۍ سوې يوه غوانه سې راته نيولاي .
– داخوولايتي غواده پرهره ښويكۍ نه دريږي ته يې ولي په نږندولوسې خپله څه بلاوهلي يې .
دښادۍ انايې كړي نوركله مي په خپله لوسله له دي واره مي ګلۍ ته پري ايښي ده هغه د ه چي سمه غوايې ليونۍ كړه پرماهم نه دريږ ي .
دغواسترګي راختلي وې تورسوڼكى يې جوړكړى و.چي ورنژدي به شوې لكه امريكايې عسكر پورته پورته به غورڅيده ځانته يې نژدې ځوك نه پريښود.غواچي به ديك وليدپرورسوڼ بې واهو يوه بې تربله تيره كړه .
اناورنژدي شوه چي وليدل غواپربل حال ده دستې يې ورته وويل:
درانۍ زړه سوې پوه نه سوې ورسه ګلۍ يوه ډوډۍ راوړه .
ډوډۍ يې راوړه غواته يې ونيوله سوڼ يې واورورونه يې كړل ماته يې مخ راواړاوو:
زويه ورسه داډوډۍ واخله په حجره كي لوى طالب ته وايه غوانه دريږي دم يې كړه دمحراب ځو ډبري هم راوړه په منډه راځه .
ډوډۍ مي په منډه طالب ته وروړه دم يې پروكړ طالب راته وويل :
اناته وايه شكرانه يې يو كټوشيدې دي داډوډۍ وركړه كه ونه دريده بيانوووايه .
ډوډۍ مي اناته وركړه ورتيره شوه غواته يې ونيوله اول يې برګ برګ ورته وكتل وروسته يې سونډك پروواهو ويې خوړه څوواره يې سوڼ واهو انا ورته وويل :
درانۍ ورسه اوس ترلاندي سه چي دريږي كنه .
درانۍ توړۍ سوكه سوكه ورغله دايش ايش له نرموخبروسره يې ديك ترلاندي كړغواپښې سره پراخي كړي ودريده ځيږه ژبه يې پرسوخندركي راتيره كړه .