په پكتيا كي ۴ ځان مرګي بريد كوونكي وژل شوي

56 | دسمبر 21st, 2009


د پكتيا ولايت سيميز چارواكي وايي چې په ګرديز كې له ځان وژونكو سره نښته پاى ته رسيدلې ده .
د پكتيا ولايت د والي وياند روح الله سمون ويلي چې په دغه نښته كې څلور ځان وژونكي وژل شوي او د يو ځان وژونكي ، دوو پوليسو او دريوو ملكي كسانو په ګډون چې يوه يې ښځه ده شپږ كسه ټپيان شوي دي .
نوموړي وويل چې د دوو نورو ځان وژونكو د نيونې په برخه كې پلټنې روانې دي .
خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي ويلي، چې د پينځو ځان وژونكو په بريدونو كې له شلو څخه زيات افغان او بهرني سرتيري وژل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024