په اروپا او امريکا کي تر ١٠٠ ډېر کسان يخني وژلي دي

34 | دسمبر 22nd, 2009


په اروپا او امريکا د سختو واورو د اورښت او يخني له امله تر سلو ډېر کسان وژل سوي دي.
د اروپا په ډېرو سيمو کي د واوري له امله غټي لاري بندي سوي او تګ راتګ ځنډېدلئ دئ. چارواکي وايي د واورو له امله د الوتکو پروازونه هم ځنډېلي او د اورګاډو تګ راتګ هم بند دئ.
د يخني له کبله تر ټولو ډېر کسان په فنلنډ کي وژل سوي او همدا رانګه په اسټريا او جرمني کي هم ١٥ کسان وژل سوي دي.
د بلغاريې، بلجيم، فرانسې، رومانيې، اېټاليا، کروشيا، هالنډ او روسيې هيوادونو په ميليونونو اوسېدونکي په کورونو کي بند دي او د يخ له وجي دباندي نه سي راوتلاى.
بل پلو په امريکا کي د تېري اونۍ د سختي واوري تر اورښت وروسته اوس حالات کرار کرار عادي کېږي، هلته هم تېره اونۍ پنځه کسان د يخ له وجي مړه سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024