کور / تازه خبرونه / عراق د امريکا او انګليس څخه د جګړې تاوان غواړي

عراق د امريکا او انګليس څخه د جګړې تاوان غواړي

د عراق د پارلمان يوه غړي داسي يوه طرحه وړاندي کړېده چي د هغه په اساس د امريکا او انګرېز نه غوښتل کيږي چي په عراق باندي د کال ۲۰۰۳ پوځي يرغل تاوان بايد ورکړي .

په عراق کي د الصباح په نامه يوې دولتي ورځپاڼي د عراق په پارلمان کي د يوه خپلواکه نماينده چي حسين الفلوجي نوميږي له قوله ويلي دي چي نوموړي داسي يوه طرحه وړاندي کړېده چي د واشنګټن او لندن نه غوښتل کيږي چي پر عراق باندي د ۲۰۰۳ حملې په خا طر چي دهغې په ترڅ کي و ملکي قربانيانو زښت زيات تاوانونه رسېدلي دي، بايد د هغوی تاوان ورکړي .

نوموړي همدا رنګه د انګرېزانو د دولت نه په ټينګه غوښتي دي چي په عراق باندي د کال ۲۰۰۳ د جګړې د اشتراک په وجه بايد د عراق د ولس نه بخښنه و غواړي .

په عراق کي د امريکا او انګليس د ګډ يرغل په جګړه کي څه ناڅه يو نيم مليون بې ګناه ملکي عراقيان قتل عام شوي دي .