غزل

36 | دسمبر 21st, 2009


د پلار نیکونو ورک آواز لټوم
زه د غیرتی تاریخ آغاز لټوم

چې بیا مستي ورکړي هجرو ته زمونږ
د آدم خان د رباب ساز لټوم

ژوند او مرګ دواړه چې سلام شي ورته
زه د ژوندون هاغه یو راز لټوم

چې په جنګونو کې بی خوند راوستو
هاغه پیاوړی شان غماز لټوم

زه په الوتلو د کوترو څه کړم
زه خو د باز آزاد پرواز لټوم

چې به نازید تل د ٭آرین٭ په نامه
زه په افغان کې هاغه ناز لټوم

Copyright Larawbar 2007-2024