د امريکا سمندري عسکر خپلو ملګرو وژلئ

34 | دسمبر 23rd, 2009


په افغانستان کي مېشتو ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کي د خپل يوه سمندري عسکر د مړيني خبر ورکړى دئ.
همدا راز د دې عسکر د مړيني پخلى د امريکا د دفاع وزارت هم کړئ.
د خبرپاڼو له مخي وژل سوئ عسکر سيرج کروپف نومېږي چي ٢١ کاله عمر يې درلودئ او د هلمند په ولايت کي وژل سوئ دئ.
خبرپاڼه وايي نوموړى د جنګ په ډګر کي نه دئ وژل سوئ، او دوى څېړنه کوي چي هغه څنګه خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي وړمه ورځ يو برتانوى عسکر هم د خپلو ملګرو په ډزو ويشتل سوئ وو، او همدا راز يوه مياشت دمخه پنځه برتانوي عسکر د خپل يوه افغان ملګري له خوا وژل سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024