غزل

36 | دسمبر 24th, 2009


ستادښکلاپرسپين ګدرزماد خيا ل شاپېرۍ
وزرلاند ه کي اوترماپوري الها م راوړي
ستاددوسترګومړه کاته مي زړګی وتخنوي
لکه پښتون چي آزادي دټوله قا م راوړي
بيادي داتورخنجربا ڼه په تروروتلي دي نن
دامي يقين چي جنازه به مي ماښا م راوړي
دعزرايله څه به وړى روح په زوره راوړم
که څوک وعده ستادسرولبوديوجا م راوړي
څورقيبا ن راچاپېرسوي پرګدردميني
شايد هلمند به هم تصويرنن دصدام راوړي
ملګروڅوپوری «سېلاب» ته شاعرونه واياست
ترڅوچي شعرکي درحمان رنګه کلام راوړي

Copyright Larawbar 2007-2024