پوليس: په کراچي کي ١١٠٠ دکانونه سوځل سوي

34 | دسمبر 29th, 2009


په کراچي کي تر پرونۍ چاودني وروسته ښاريانو په بلوا لاس پوري کړئ چي له امله يې په سوونو دکانونه او سوځلي دي.
د کراچي پوليس وايي تر اوسه ١١٠٠ دکانونه د اور خوراک ګرځېدلي او همدارنګه تر سلو زيات موټران د شيعه قهرجنو ښاريانو له خوا سوځل سوي.
د پرونۍ حملې مسئوليت که څه هم چا پر غاړه نه دئ اخيستئ خو د کراچي شيعه ګان يې غچ له ځايي سنيانو خخه اخلي.
په پرونۍ حمله کي چي د شيعه ګانو په يوه جلوس کي وسوه تر ٤٥ زيات کسان مړه سوي او نيژدې ٨٠ تنه يې ټپيان کړي دي.
تر پېښي وروسته شيعه مظاهره چيانو په سيمه کي شاوخوا دکانونو ته اور اچولئ دئ چي د پوليسو په وينا د اوروژني هخي رواني دي، خو د قابو کېدو نه دئ.
بلي خواته په ښار کي ټول کاروبار په ټپه ولاړ دئ او د ټرانسپورټ ټولو کمپنيو په احتساب لاس پوري کړئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024