کور / شعر / کله چي تللى يم

کله چي تللى يم

فرسنګ ، فرسنګ لاره وهلې وي ما
د بيابانونو ګرد وهلى يمه
او زه چي ستا تر څنګه نه يم ولاړ
ماته راياد سي ستا ورېښمين لاسونه
او ستا نرۍ سورکۍ نازکي شونډي
هغه د ميني او غرور نازونه
ستا توري سترګي ستا اوږده غاړه کۍ
ستا نرۍ ملا او ستا د زلفو ولونه
دلته يوازي يم او نيمه شپه ده
ستا له يادونو انځورونه کاږم
يوازي پروت يمه چورتونه وهم
کله رواخلم قلمونه د رنګ
کاغذ ته کښېنمه ستا مخ رسموم
کله چي نه يم هوري
کله چي ليري وي ښار
کله چي تللى يمه
فرسنګ ،فرسنګ لاره وهلې وي ما
هم زه يوازي يم هم ته يوازي
راسره پاتي وي د ميني کيسې
بس توره شپه وي په يادونو رڼا

٢٠٠٧-نومبر- ١٨
کابل