انګيلا ميركل: د افغانستان خوندي ساتلو ته ژمن يو

56 | دسمبر 31st, 2009


د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل ويلي هېواد يې د افغانستان د خوندي ساتلو او باثباته کولو لپاره ژمن دى او په راتلونکې مياشت کي چي د افغانستان په اړه په لندن کې نړيوال کنفرانس جوړېږي، بايد په دې کنفرانس کې افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې د مسئوليت سپارلو پرېکړه وشي.

د نوي ميلادي کال په مناسبت د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکل په خپل پيغام کې نه دي ويلي چې جرمني به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زيات کړي او که نه.

ميرکل ويلي، په افغانستان کي د جرمني د پوځيانو او ملکي قرارداديانو ماموريت زموږ د ټولو لپاره مهم دى، چي دوى په افغانستان کي امن او ثبات ايجاد کړي، ځکه د افغانستان ثبات زموږ ثبات او هوساينه ده.

د جرمني صدراعظمې زياته کړې، په سياسي لحاظ موږ بايد وضعيت داسې جوړ کړو، چې په راروانو کلونو کې افغانانو ته په تدريجي ډول مسئوليت وسپارو.

Copyright Larawbar 2007-2024