هلمند: د کرني ليسه پرانيستل شوه

56 | دسمبر 31st, 2009


د هلمند ولايت چارواكي وايي چي د كرني يوه نوې ليسه يې د زده كوونكو پر مخ پرانيستې ده.

د هلمند والي ګلاب منګل د دغي نوي ليسې د پرانيستلو پر مهال وويل، چي په دغه ليسه باندي نژدې ۵ لكه امريكايي ډالره لګښت سوى چي بريتانيا وركړى.

ښاغلي منګل ويلي دا به د هلمند پر كرنيز بهير نور هم ښه اغېز وكړي.

دغه ليسه چي ۲۶ خوني لري په لسو مياشتو كي جوړ سوې ده.

د يو بل خبر له مخي د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپي ويلي چي په دغه ولايت كي يې ۱۰ عامه ګټه اخيستني پروژې بشپړي سوي، او زرګونه كسان به ګټه ځني واخلي.

په دغو پروژو كي كوچني پولونه، ويالې او سړكونه شامل دي، ټول لګښت يې ۶ ميليونه افغانۍ دى چي د كلو او پراختيا وزرات له خوا وركول سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024