کور / تازه خبرونه / غور: ۵۳ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

غور: ۵۳ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام (٥٣) پروژی پدی وروستيو کى دغور په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.

ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی دڅښاک داوبو د(٥١) څاګانو کيندل او په هغو باندى دﻻسى بمبو نصبول ، داوبو رسولو ديوى شبکى غځول ، دبرښنا دتوليد ديوى شبکى جوړول، د(١٠٨) مترو په اوږدوالى دسرک ترميم او شگى اچول ، داوبو گرځولو ديوه بند جوړول، د(١٢) مترو په اوږدوالى ديوه پل جوړول، د(٣٠٢) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول، دکرنيزو اوبو د(٨) زيرمو جوړول، د(١٥٠) مترو په اوږدوالى د اوبوديوى چينى پاکول، د( ٧٠٦) مترو په اوږدوالى دکاريز پاکول او دښځو لپاره دغالى اوبدلو او دسواد زده کړى دکورسونو دايريدل شامل دى .

يادى شوى پروژى دغور ولايت د تولک ،او ساغر په ولسواليو کى د (٤٥٩٢٠٠٠٠) افغانيو په لگښت دملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پا سه ( ٦٠٤٩) کورنی ترينه گټۀ اخلی .