کور / تازه خبرونه / په كونړ كي سلګونو كسانو مظاهره وكړه

په كونړ كي سلګونو كسانو مظاهره وكړه

په ختيځ ولايت كونړ كې نن هم په سلګونو خلكو په دغه ولايت كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د وروستۍ پيښې په اعتراض كې احتجاجي مظاهره وكړه.
له سيمې نه د ازادۍ راډيو د خبريال په وينا مظاهره كوونكو په عملياتو كې د ښكيلو كسانو د محاكمې غوښتنه كوله.
ددې احتجاجي مظاهرې په مهال، چې د اسد اباد د ښار له دارالمعلمينو څخه پيل او د شهيدانو تر چوك پورې يى دوام وكړ پوليسو ځانګړي امنيتي تدابير نيولي وو.

مظاهره كوونكو دا هم ويل، چې بايد په راتلونكې كې د دا ډول پيښو د تكرار مخنيوې وشي.
د افغان او بهرنيو ځواكونو پدې عملياتو كې، چې د روانې اونۍ په سر كې د نرنګ ولسوالۍ په باډيل دره كې شوي لس عامه خلك وژل شوي وو.