۲۰۱۰ د نړۍ په زياتو هيوادونو کي ونمانځل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 1st, 2010


۲۰۱۰ عيسوي کال د امريکا او اروپاتر څنګ د نړۍ په زياتو هيوادونو کي په اورلوبو ونمانځل سو . د نوې کال نمانځنه پرون د نوي زېلنډ څخه راپيل سوه ، وروسته د استراليا څخه پيل د لويديځ ( امريکا لويي وچي ) تر پايه ونمانځل سو .

که څه هم غربي رسنيو د کريسميس په ورځو کي د لاسته راغلو ګټو څخه خوښي څرګندوله خو ظاهراً په اروپايي هيوادونو او د امريکې په يو شمېر ايالتونو کي د ۲۰۱۰ کال نمانځل پر لويديځ د اقتصادي بهران تر سيوري لاندي راغلي ول .

د کارپوهانو په وينا د نوي عيسوي کال نمانځلو د لسو کلونو مخکي سره ډېر توپير درلود ، لس کاله پخوا امريکا او لويديځ په يوه پراخه او بې لوري جګړه کي نه وه راښکېل او نړيوال د اوس په پرتله له ناامنۍ او اقتصادي بې ثباتۍ څخه نه ځوريده .

د کريسميس په لومړۍ ورځ د هالنډ له پلازمېنې امستردام څخه د امريکن الوتني الوتکي ته چاوديدونکي توکي تېرول او په افغانستان کي د ۲۰۰۹ د ډسمبر پر دېرشمه نېټه په يوه ورځ په کندهار کي د ۵ کاناډايانو وژل او په خوست کي د سي ای اې د ۸ مامورينو د وژل کېدو خبرونه او بحثونه په لويديځ کي د کرېسميس او نوي کال د خبرونو سره يو ځای خپاره سوه .

د کارپوهانو په اند پورته يادو سوو علتونو ۲۰۱۰ کال د پيل له لومړيو شېبو تر اغېز لاندي راوستلی و .

لراوبر ډاټ کام په لر او بر وطن او ټوله نړۍ کښي د سولي او ثبات په هيله د لوی خدای (ج) له درباره خپل قام ته يو نېکمرغه نوی کال او ښه وختونه غواړي !

Copyright Larawbar 2007-2024