کور / تازه خبرونه / پولنډ: له افغانستان څخه پوځيان باسي

پولنډ: له افغانستان څخه پوځيان باسي

د پولنډ هيواد اعلان کړئ چي له افغانستان څخه دوه کاله وروسته خپل ټول عسکر باسي.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير راډوسلاو سيکورسکي وايي د دوى د هيواد عسکر به د ٢٠١١ کال په پاى کي له افغانستان څخه ووزي او دوى په د افغان ماموريت موده نوره ونه غځوي.

پولنډ په افغانستان کي ٢٠٠٠ عسکر لري چي په غزني ولايت کي د ناټو تر مشرۍ لاندي د طالبانو سره جنګېږي.