کور / تازه خبرونه / ناټو اوس هم د کنړ ملکي وژنه نه مني

ناټو اوس هم د کنړ ملکي وژنه نه مني

په افغانستان کي د ناټو ځواکونه اوس هم پر دې خبره کلک ولاړ دي چي څلور شپې وړاندي يې په کنړ کي ملکي کسان نه، بلکي طالبان وژلي دي. تېره اونۍ د کنړ په نرنګ ولسوالي کي د امريکا سپېشل فورس ځواکونو پر يوه کور حمله وکړه چي اته زده کوونکي او دوه سپين ږيري يې ووژل.

د کنړ اوسېدونکو او پارلماني وکيلانو وژل سوي کسان ولسي وګړي په ګوته کړل، خو د کنړ والي او ناټو ځواکونه وايي هغوى طالبان ول.

تر پېښي وروسته حامد کرزي سيمي ته د څېړني دپاره لوړ پوړى هيئت ولېږئ چي هغوى هم د ملکي کسانو مړينه تائېد کړه، خو ناټو ځواکونه وايي په ياد سوي کور کي وژل سوو کسانو د دوى سره مقاومت کړئ دئ، نو ځکه دوى طالبان دي.