کور / #PTM / مشر منظور پښتین د مورنۍ ژبي پر ارزښت د یوه اکاډمیک څیړونکي غوندي هر اړخیزه وینا وکړه

مشر منظور پښتین د مورنۍ ژبي پر ارزښت د یوه اکاډمیک څیړونکي غوندي هر اړخیزه وینا وکړه

#لراوبر

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتون نن د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کښي د مورنیو ژبو نړیوالي ورځي په مناسبت په یوه جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړ.

په دې غونډه کي د ځایي لیکوالو، شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو تر څنګ د پښتون ژغورني غورځنګ خیبر پښتونخوا کوارډنیټر نورالامین، د پېښور کوارډنېټر ډاکټر مشتاق احمد، د صوابۍ کوارډنیټر لیاقت یوسفزي، صابر بلال افغان، حنیف پښتین، زکیم وزیر، ګیلامان وزیر، د پي ټي ایم ځایي ملګرو، ملتپال سیاسي شخصیت سلیم لالا او پښتنې شاعري میرمن زیب یوسفزۍ هم ګډون درلود.

ګیلامن وزیر د غونډي د ګډونوالو په غوښتنه د دښمن په زندان کي پر دوی د تېرو سوي ظلمونو نظم واوراوه چي د غونډي د ګډونوالو لخوا د پنجابي ظالم ریاست او ددوی د پوځ او استخباراتو پر ضد په شعارونو بدرګه کاوه.

د غونډي مهمه وینا ددې غونډي د ځانګړي مېلمه ښاغلي منظور پښتون وه.

نوموړي د مورنۍ ژبي پر ارزښت د ماشومتوب له وخته نیولې د ښوونځي، پوهنتون، ورځني ټولنیز ژوند، اقتصاد، سیاست او تر غلامۍ او خپلواک پوري له لسګونو بېلابېلو اړخونو وږغیدئ او په زړه پوري ژوندي مثالونه یې ورکړل.

صوابۍ غونډي ته د مورنۍ ژبي پر ارزښت او اړتیا د منظور پښتون وینا

د ښاغلي منظور پښتین بشپړه وینا پر لراوبر فېسبوک، ایکس، او د پي ټي ایم پر نورو پاڼو موندل کیږي. اوریدل یې هر افغان ته ډیر ضرور دي.