کور / سياسي / دنجونو د تعلیم مذهبي، فرهنګي او سیاسې اړخونه

دنجونو د تعلیم مذهبي، فرهنګي او سیاسې اړخونه

دوکتور محمد عثمان روستار تره کی- فرانسه
#لراوبر ۲۶ فبروري ۲۰۲۴


د نوي تعلیمې کال د رارسیدو په درشل کي، د جینکیو پر مخ د ښونځیو د دروازو د خلاصون څرک نه مالومیږي.
په فرهنګې ساحه کې، افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تورې او شرمونکي دوره څخه تیریږ‎ي.
د نجونو له تعلیم سره مخالفت د اسلام دښمنانو ته د اسلام پر ضد لاسوند په لاس ورکوي .
دوہ کاله پخوا ( ۲۰۲۲ م) په ناروې کې یو فرانسوې ژورنالیست د قرآن سوزولو د دوه پیښو پړه د طالبانو پر پوھې او معرفت ضد کړنو باندي واچوله.
طالبان د اسلامي نړۍ د علماوو د باورونو پر خلاف، دغه فرهنګې ناورین ته اسلامي پوښښ ورکوي. خو حقیقت دا دې؛ د نجونو له تعلیم سره مخالفت ھیڅ مذهبي، فرهنګې او سیاسې توجیه نلرې.
۱- د مذهبی توجیه په اړه باید و وایم : افغانستان د څه باندې پنځوسو مسلمانو هیوادونو په کتار کې یواځینی هیواد دی چې په کي نجونې د زده کړو څخه بي برخه شوي.
د اسلام پیغمبر علیه السلام چې کله مدینې منورې ته تشریف یووړ‎، هلته یې د پوهي داسې ډیوه روښانه کړ‎ہ چې سړو او ښځو دواړو ور څخه ھممھاله ګته اخیسته.
د بیلگې په توگه، ھغه مبارک د بدر له لوستو اسیرانو څخه مرسته وغوښته چې د مسلمانانو اولادونو ته زدکړې ورکړي.
د دینې او دنیوې علم د حصول په فرضیت کې بیشمیرہ آیاتونه، احادیث او د علماو اقوال موجود دي.
پیغمبر علیه السلام پخپله ام المومنین حضرت حفصه رضی الله تعالی عنھا ته د لیک او لوست د زده کړې لپاره معلمه مقرره کړې وہ.
له بدہ مرغه، طالبان د اسلام څخه د خپل ځانګړي تعبیر پر بڼسټ د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار د حق په اړه د افغانانو، د اسلامي همکاریو کانفرانس، اسلامي علماو، ملګرو ملتونو او په لنډه توگه له ټولې نړۍ سره په ټکر کې قرار لري.
۲- د نجونو د تعلیم سره مخالفت فرهنګي توجیه هم نشي لرلای.
په ښارونو کې د نجونو تعلیم ستونزه نلري خو په کلیو او باندو کې ښایي لږ شمیر کورنېو د خپلو اولادونو له تعلیم سره د امنیتې ګواښ له امله مخالفت ښو ولای وي، نه د فرهنګې ستونزې له امله چې دې ته ھم قطعاً عمومیت نشو ورکولې.
ماته ښه یاد شي، د مرحوم ظاهر شاه په وخت کې په پښتون میشتو سیمو کې په زرګونو کورنيو خپلې شخصې ځمکي د مکتب جوړولو په پار حکومت ته ډالي کړ‎ې او خپل اولادونه یې د ښونځیو د جوړ‎ولو پر اعمار وګمارل.
۳- د نجونو له تعلیم سره مخالفت د سیاسي پلوہ هم عقلاني بنسټ نلري.
د طالبانو اداره د اساسي قانون په چوکات کې نده جوړہ شوې. د کورني مشروعیت او بهرني پیژندني نه بي برخه دہ. نو ځکه د خلکو په استازیتوب نه ښونځۍ بندولای شي او نه هم د ښځو څخه د کار حق اخیستلای شي.
سربیره پر دې؛
افغانستان د ملګرو ملتونو غړی هیواد دی او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې ھم منلي دہ.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په شپـږویشتمه ماده کې راغلي:
« هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زده کړې باید وړیا او اجباري وي. دحرفوي ښوونې امکانات باید د ټولو پر مخ پرانستې وي. د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ خلاص وي.
د زدکړو موخه باید د انساني شخصیت بشپړ غوړېدل، وده او د بشر د حقوقو او بنسټیزو ازادیو درناوی وي. زدکړې باید د ټولو ولسونو، نژادونو او مذهبي ډلو ترمنځ پوهاوی، زغم او دوستي رامنځته او هغه پراخه کړي او د ملگرو ملتونو د مؤسسې د سوله ایزو موخو د لا ټینګښت او پیاوړتیا له پاره لاره هواره کړي».
اعلامیې ته په کتو، د طالبانو ادارې د نجونو د تعلیم د مخالفت له کبله، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د حکمونونه څخه سرغړونه کړیده.
په وروستیو وختو کې د علم او معرفت سره د طالبانو د دشمنۍ په وړاندي کلک او جدي غبرګون د برتیانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن بروان ښودلی.
موږ د انګریزانو د استعماري چلن څخه ښې خاطرې نلرو، خو کله چې د حقیقت خبره مطرح کیږي باید د دوست او دشمن تر منځ توپیر یوي خوا ته پریږدو. براون وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو چلن « د بشریت ضد یو جرم دی ».
نوموړی زیاتوي، ځینې خلک دغه ډول سیستم “جنسیتي اپرتایید” ګڼي او د هغه په اند باید د بشریت ضد یو جرم وبلل شي.
د بریتانیا دغه پخواني سیاستوال د جرمونو له نړیوالې محکمي هم غوښتنه کړې چې د بشري حقونو دغه “ظالمانه” سرغړونکي محاکمه کړي. د براون د څرګندونو څخه څو ورځي وروسته د سزا نړیوال دیوان څارنوال هم د براون د خبرو په تأئید ویلي چې دتعلیم سره د طالبانو دښمني باید، بشري ضد جنایت وشمیرل شي.
په لنډہ توگه:
د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار حق سره مخالفت دا مانا لري چې :
۱- طالبان د اسلام د ستر پیغمبر علیه السلام لارښوونو ته پام نه اړوي.
۲- د اسلامي نړۍ علماوو مشورې نه مني
۳- د افغانستان له خطر نه ډکه دیپلوماتیکه انزوا چې د نجونو له تعلیم سره تړاو لري ، پایلې ته پام نه اړوي
۴- د طالبانو د ادارې کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته د مخالفت بیلګي په لاس ورکوې.
۵- ډیری کورنۍ دیته اړ باسي چې د خپلو اولادونو د تعلیم په خاطر هیواد خوشې کړي
۶- په لوی لاس جګړه مارانو ته د بیا راتگ او واک ته د رسېدو امکانات برابروي
اوهم په ناپوهۍ د خپلي واکمنۍ بیا نسکوریدو ته زمینه برابروي او په پایله کې د امنیت او خپلواکۍ اوسنی زرین چانس ضائع کوي.
اَللّٰھُمَّ اھْدِ قَوْمِیْ فَاِنَّھُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ( الحدیث)
پای