نوې ، زړه ستره لوبه
تر مجاهدينو , دوه واره تالبانو وروسته د داعش په نامه د نیابتي جګړې ځلورمه څپه د افغانستان او مرکزي اسيا خواته له پاکستانه د امريکا او انګليس په مرسته را روانه ده .
د حکتميار او طالبانو ناندرۍ د کور پر سر سطحي او نمايشي دي په حقيقت کي د هغي ورانونکي ستري لوبي دوهمه پړاو دی چي له ۱۸۱۳ څخه بیا تر ۱۹۰۷ پوري تقریبآ سل کاله افغانستان ته سخت زیان ورساوه چي د هغه ناولي تاثیرات تر نن ورځي زموږ پر اقتصاد او سیاست باندي ډېر غټ اثیر کوي او د تیرو ۴۴ کالو وراني او خرابي یې یو مثال دی .
د امریکایانو ستراتېژیکه ماته په اکراین کي دوی ته ارون کړه چي له افغانستان ارمنستان له لاري دوې جبهې د روسانو او چینایانو پر ضد جوړي کړي تر څو ددوی اقتصادي رقیب یاني چین ، نظامي رقیب یاني روسیې او ایډیولوژیک رقیب یاني ایران ته غاښ ماتوونکی جواب ور کړي او په عین وخت کي د سوریې ، افغانستان ، اکراین او غزې د ستراتیژیکو ماتو تلافي هم وکړي!
او همدارنګه ددغو هیوادونو درې اقتصادي دهلیزونه ، یاني چین د وریښمو لار ، د روسانو اقتصادي دهلېز له روسیې ، قزاقستان ، ازبکستان ، افغانستان او پاکستان اقتصادي دهلېز او د جنوب – شمال اقتصادي دهلېز چي د هندوستان له ممبي څخه د ایران چاه بهار او له هغه ځایه د ازربایجان له لاري روسیې ته ځي چي د لومړي ځل له پاره به روسانو ته دا امکان ورکړ چي د ایران په خلیج پارس کي حضور و لري .
د چین ۸۰ په سلو کي واردات. او صادرات د ملکه دریابي لاري څخه صورت مومي . دغه بحري کوڅه د هند له بحر څخه بیا د جنوبي چین تر بحیرې پوري رسیږي او ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چي بر یې په له درو سوو کیلومترو نیولې بیا په ځینو ځایونو کي تر درو لیکومترو پوري رسیږي . په هغه ځای کي چي ددغي بحري کوڅې بر درې کیلومتره دی د اندونیزیا د اچې په نامه یو ځای دی چي د امریکایانو په لاس کي دی او زما د سیاسي جغرافیایی محترم استاذ ، پوهاند حمید الله امین به ویل چي دوه توپونه او لس عسکره چي هلته واچوی نو د چا پلار والاکه ځني تېر سي!
د امریکا جیو ستراتیژیکي موقعیت دغه هیواد د نورو هیوادونو له یرغلونو ساتلی دی . دغه هیواد د اتلانتیک او پاسیفیک یا لټ سمندر تر منځ پروت دی چي که روسیه ددوی د جغرافیې عظیم وسعت ساتلې ده نو امریکا ددغو دوو دریابونو په برکت له سل ګونو کلونو راهیسي سوله او ثبات لري . په شمالي اتلانتیک کي د امریکا په مقابل لوري کي ناټو یا ددوی اروپایي نوکر هیوادونه پراته دي چي دوی ته خطر نه سي کېدلای او د اتلانتیک د جنوب هیوادونه افریقایی غریب هیوادونه دي چي دوی ته زیان نه سي رسولای . خو د پاسیفیک له لوري د امریکا په ستراتیژیک موقعیت کي د روسانو ، شمالي کوریا او چینایانو له خوا ځني چوړګي خلاصي دي چي امکان لري یو وخت امریکا ته خطرناکي سي . ددغو چوړګو بندېدنه امریکا د جاپاان ، جنوبي کوریلا ، فلیپین او استرالیا. په مرسته کوي .
امریکا په جنوبي کوریا ، ټایوان ، او د پاسیفیک پر ها غاړه د جاپان په اوکیناوا کي دریابي هډې لري . او جنوبي چین په بحیره کی یې چین ، دSpratly جزایرو پر سر Malaysia , Taiwan, Brunei,Vietnam,Philippin له چین سره په غټ مشکل اخته کړي دي ، د ملګه دریابي لاره خو مو وویل چي د چین پر مخ هر وخت بندېدلای سي .
پر چینایانو چي دغه بحري لاره چي د تشنج په وخت کي هر وخت بندېدلای سي د خپلو اقتصادي لارو د خلاصولو له پاره هغو هیوادونو ته مخه کړه چي په جیوپولیټیکي اصطلاح هغه ته د تسبیح دانې وایي . دا هغه هیوادونه دي چي له چین سره سرحد لري خو بحر ته لار لري لکه ویټنام ، ټایلنډ ، میانمر یا پخوانی برما ، پاکستان او نور … د پاکستان کي مرکزي حکومت ټول پورته سوي کسان له ګلګته بیا پښتون بحفظ غورځنګ او د بلوڅو د ازادۍ جنګیالیان د سی پک په امتداد کي پراته دي چي چین ته به دا ناممکنه چي په نږدې وخت کي دغه پروژه عملي کړي . په میانمر کي د مسلمانانو او بودایانو جنګونه او قتلونه او د ټایلنډ کانال د هند و بحر ته بندېدل ټول د همدغه مقصد له پاره کیږي . خو امریکایانو د تسبیحو د دانو لار هم پر چین ودرول .
له ۲۰۱۴ کال راهیسي چینایانو له المانانو څخه زده کړه و کړه او د وریښمو لار یا د سرک او کمربند جهاني پروژه یې پیل کړه . تر لومړۍ جهاني جګړې دمخه هم انګلیسیانو د مځکي د کرې ټولي ستراتیژیکی بحري لار کنټرولولې .ټول او المان ددې له پاره چي ددغه انګلیسي انحصاره ځان خلاص کړي نو یې د برلین – بغداد په نامه د اورګاډي د خط په جوړولو باندي پیل و کړ چي دوی غوښته دغه لیکه د ایران له لاري تر افغانستان او برتانوي هندوستان تر پولو ورسوي . چي انګلیسان یې هیڅ وخت د بندولو امکان و نه لري.
بله روژه چي المانانو په هغه وخت کي پیل کړه د رودونو له لاري د تجارت انکشاف و . دوی خپل تاریح ته رجوع و کړه چي د کایټالیزم انګشاف په المان کي د رودونو له لاري صورت وموند نه داسي لکه په بریتانیه کي د ابحارو له لاري مخ ته تللی وي . دغه علت هم دی چي د المان د اورګاډي خطونه او لویي لاري د رودونو په امتداد پرتې دي .
څاري روسانو چي د المان دغه مځکنی پروژه تر غور لاندي و نیول نو ددوی یو صدراعظم د سرګې ویټي په نامه ډېر ژر د ماسکو – ولاډي وسټوک د اور ګاډي لیکه پیل او تکمیله کړه . که د المانیانو اد ترانسپورټ محدودیت د اقتصادي رقابتي دلایلو ل وجهي و نو د روسانو د تجارت محدودیت تر ډېره حده جغرافیایي دلایل درلوده او ددوی د تودو اوبو یوازنی بندر په اوډیسا ، ااوسنی اکراین کي د عثماني ترکانو له خوا په دردانیل او باسفورس کي تر قیوداتو لاندي و.
چینانیان هم په ۲۰۱۴ کي دې ته متوجه سوه چي ۲۱۰۰ کاله پخوا دوی د باختر یا اوسني افغانستان له شهنشاه سره یو ستراتیژیک تړون درلود چي په اقتصادي راکړه روکړه تبدیل سو چي دغه لار ډېر ډېر وروسته د یوه الماني جغرافیه پوهاند ، Ferdinand von Richthofen. په ۱۸۷۷ کي د وریښمو لار و نوموله .
په افغانسان کي د امریکایانو اعمال د نفوذ به یوازي روس او ایران ته غټګ ګذار وي بلکه د امریکایانو د چین د محاصره کولو پروژه به یې د مځکي له لاري هم مخ ته بېولي وي : د چین او ویټنام او د چین او هند سرحدونه ، چي د سیاسي یا جغرافیایي دلایلو له وجهي ددغو دو هیوادونو سره بند دي . خو د چین سرحدونه تر اوسه د پنځو نورو اسیایي هیوادونو سره خلاص دي . دغه هیوادونه پاکستان ، افغانستان ، تاجکستان ، قرغیزستان او قزاقستان دي دی .
که امریکایان د چین د تجارت او صادراتو او وارداتو لاري په بحر او مځکه کي بندوي نو چین ته به دوې لاري پاتي وي :
امریکایانو له پاکستانه پیل و کړ . پاکستان په اوسنیو شرایط کي د افغانستان او افغانستان د مرکزي اسیا دروازه ده . بېله دې چي دوی د پاکستان لار ځانته خلاصه کړي دوی په افغانستان کي هیڅ هم نه سي کولای . دوی په پاکستان کي ددغه هیواد د دو دوو انګلیسي ګلبونو غړي یا بهټو – زرداري د سیند د کلب غړي او د شریف کورنیاني چي د پنجاب د کلب غړي او ښه په خرپ غله ، ملي خاینان او د انګلیس نوکران دي سره یو ځای کړه او په داسي تقلبي اتنخاباتو کي یې قدرته ورسول چي بدبویي یې موږ ته کابل ته راورسېده او له دې سره جوخت یې د پاکستان د استخباراتو او نظامیانو هغه ډله چي د چین پلویانو وه د پژي د لیکي کښلو ته مجبور کړه .
دوی وخت ضایع نه کړ او په افغناستان کي یې خپل کار پیل کړ . د غرب ازاده او ښه په خرپ ازادي میډیا د داعش د وجود درواغ. په افغانستان کي پیل کړه او دا وایي چي داعش څونه قوي او خطرناکه دی . ددوی لکه چي هیر سوي دي چي بارک اباما ، جو بایډن ، هیلري کلینټن او جان مک کین هغه کسان وه چي داعش یې جوړ کړ . د داعش – خراسان په نامه تروریسټي ډله چي ګواکي اوس په افغانستان کي فغاله ده هم زه ثابتولای سم چي شاته یې ای ایس ای ، سی ای یې او ځیني افغانان وه . په هر صورت .
ایران ، چین او روسیې د کندهاري شیخ لمني ته لاس واچاوه ، زه نه پوهیږم چي دغه سړی سته که نه ، او امریکا ، انګلیس او ددوی سیمه ایز خدري پاکستان کوښښ کوي چي ګلبدین حکمتیار ، سراج حقاني او د کابل د امریکا دوستان تالبان حمایه او یا حتا قدرته و رسوي .
یوه ډېره خطرناکه لوبه پیل سوه .
خدا عاقبت انرا به خیر کناد !
ش . ی.