" /> " /> " /> " /> په خوست کي اته امریکایان ووژل سول  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په خوست کي اته امریکایان ووژل سول video

په خوست کي اته امریکایان ووژل سول video

رویټر د کابل څخه د امریکایي پوځ په حواله په خپل تازه خبر کي وایي چي نن طالبانو په خوست کي په امریکایي بېس کي خپل موټر وواهه او ۸ امریکایان یې( چی ملکی کسان وو) ځای پر ځای ووژل خو دا یې نه دي ویلي چي هغوی پوځي قراردادیان وو او که استخباراتي پرسونل .


دا پیښه د ۲۰۰۹ کال د ورووستۍ ورځي ډېره ستره حمله ده چي امریکایان پکښي وژل کیږي .


د اسوشیټیډ پریس او امریکایي  منابع تائيدوي چي د خوست په څو ساعته مخکنۍ حمله کښي چي کوم اته امریکایان وژل سوي وو ، هغوی ټول د سي آی اې افسران وو او دغه بېس د « سي آی اې » یوه عملیاتي اډه وه .