کور / تازه خبرونه / پنځه کاناډایان او یو اردنی افسر ووژل سول video

پنځه کاناډایان او یو اردنی افسر ووژل سول video

ګلوب اینډ مېل ورځپاڼه خبر ورکوی چی د کندهار د ډنډ په ولسوالي کی چی څو ساعته مخکی چاودنه سوې وه ، هغه د ماین ډیره ټینګه چاودنه وه چی پر یو کاناډایی زرهپوش باندی په « قاسم پُل » کی وسوه او په نتیجه کی یې څلور کاناډایی پوځیان او یوه کاناډایی خبریاله چی د دوی سره ملګرې وه ، ځای پر ځای ووژل سول او څلور نور پوځیان هم زخمیان سول .


د یو بل خبر له مخی چی دویچه پریس ایجنسی ورکړ ، ویل کیږی چی یو اردنی تورن په افغانستان کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو . اردن دلته ۹۰ پوځیان لری او دا یې لومړنی تلفات دی .


د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس او امریکایی منابعو ور کړ ، وایی چی د خوست په څو ساعته مخکنۍ حمله کی چی کوم اته امریکایان وژل سوي وو ، هغوی ټول د سی آی اې افسران وو او دغه بېس د « سی آی اې » یوه عملیاتی اډه وه . په دې سره سی آی اې دلته په اتو کالو کی تر ټولو ستره ضربه وخوړه .