اې دسولې قهرمانې

سعيد لودين | جنوري 4th, 2010


زما دژوند په پراخه لمن کې خپل يواځنې ملګرې زرلښته حفيظ ته دالۍ
اې دسولې قهرما نې
غزل
اې د سولې قهرمانې دوه اختر دې مبارک شه
بيا دسولې اوازه ده خوږ خبر دې مبارک شه

اوښکې پاکې کړه مه ژاړه شين دسمال مې درته راوړ
اې د سولې قهر مانې زرغون شال مې درته راوړ

دملالې يو ټپه يې حماسي سندرې وايې
زما مينې ته کيسه يې لوې کمال مې درته راوړ

مړوند ډک کړه له بنګړو نه شرنګوه يې ولسو ته
دا ويده قومونه ويښ کړه نارې وکړه شازلمو ته

اوښکې پاکې کړه مه ژاړه شين دسمال مې درته راوړ
اې د سولې قهر مانې زرغون شال مې درته راوړ

د ننګرهار د ګلو باغ نه ګلابي ګلونه واخله
ګلالۍ ته سره ګلاب شه کشمالي ګلونه واخله

Copyright Larawbar 2007-2024