ته ازانګه د اذان

سعيد لودين | جنوري 4th, 2010


په غربي کلي کې تر ټولـــــــو ښـــکلې
نږه سوچـــــــــه شرقي ترينې نجـــــــلۍ

په بل نامــــــه مې زړه اوبـــه نه څښلې
مينـــه دې بولمـــــــــــه له مينې نجــلۍ

کوم لاهـــوتي ستار په غېږ کې لرې؟
او کـــه خبرې دې خـــــــوږې دي ولې؟

جنتې شــات به دې ورګډ خو نه وي؟
اخ دا سنـــدرې دې خـــوږې دي ولې؟

هغه د شنــــــو سترګـــو بازار مې ليده
چې په کې ته لکـــه حيـــــــــا ګرځيدې

د امريـــکې دکليســـــــــــاوو تر څنګ
لکـــه مروه لکــــه صفــــــــــــا ګرځيدې

ما ستـــا د خيـــــال ورغوي ډېر کتلي
يولوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم

زمـــا پردېسې د وطـــــــــن شهزادګۍ
افغــانستــان دې پټ په زړه کې وينم

شـــور به کـــــــــــوي د کليسا زنګــونه
خــو ته به څـــــــــــــــارې ازانګه د اذان

را ويښــــــــــــوې به خــــــوبولي زړونه
ته راته ښـــــــــــــکارې ازانګــه د اذان

د پت پوړنی درنـــه پاتې نــــــــــــه شي
دا د ګـــوربت وزر پر سر ګرځـــــــــــــوه

د الاهـــــــــو الاهــــــــــــــــو ذکـر کــــــــوه
لاس کې زنځير د پيغمبر ګرځـــــــــــوه

Copyright Larawbar 2007-2024