په پکتيا کې يو امريکاېې عېسوی مسلمان شو

34 | جنوري 6th, 2010


دغه امريکاېې چې دېرش کاله عمرلري دامريکې دجورګ ايالت اوسېدونکی دی چې نن ورځ دشهادت کلمې په ويلوسره مسلمان شو.
دغه ځوان له نهومياشتوراهيسې دپکتيا ولايت مرکز ګردېزکې دامريکا په يوه نظامي اډه کې دانجنرۍ دنده لري .
دی واېې چې له دېارلس کلنۍ راپدېخوا ېې داسلام او دمسلمانېدو په اړه فکر کاو چې بالاخره ېې داسلام دين دنورو مذهبونوپه پرتله غوره وباله اومسلمان شو.
دی واېې چې زه به هڅه کوم چې دخپلې کورنۍ په کډون به نور عيسويان هم د اسلام دين راوبلم.
دامرېکاېې اډې کې يوتن ژباړن مسلم پکتيا وال دده په اړه واېې چې ده دڅو مياشتو راهيسې ېې داسلامي مسلو په اړه له دوی څخه مالومات غوښتل اوهر وخت به ېې دمسلمانېدو خبرې کولې .
دغه ځوان پخوانی نوم (جېروم کېډې )وچې اوس دحبيب الله نوم ورباندې کېښودل شو.
دپام وړده چې په تېرو اتوکلونو کې دبهرنيو ځواکونو په اډوکې زيات شمېر دنورومذهبونو پيروان مسلمان شوي
اويوه مياشت وړاندې هم دخوست په ولايت کې هم يوعيسوی مسلمان شوی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024