کور / تازه خبرونه / اوباما: د امريکا استخباراتي اداره ناکامه ده

اوباما: د امريکا استخباراتي اداره ناکامه ده

د امريکا ولسمشر وايي د کريسمس په ورځ د امريکايي الوتکي د الوزولو پلان د سي، آى، اې، شبکې دپاره يوه ستره ناکامي وه.
باراک اوباما ويلي د امريکا د استخباراتو دپاره دا يوه ستره ناکامه ده چي الوتکي ته يې د تلاښيو سره- سره بيا هم يو څوک بيا هم له چاودنونکو موادو سره ننوتلئ دئ.
ولسمشر اوباما ويلي دى متوجې سو چي په استخباراتي نظام کي بدلون راولي او په هوايي ډګرونو کي لازم حفاظتي اقدامات ترسره کړي.
د کريسميس په ورځ د امريکا يوه الوتکه چي د امسټرډام هوايي ډګر څخه د امريکا ډيټرويټ هوايي ډګر ته تله د چاودني له يوې ناکامي هڅي سره مخ سوه، چي د امريکا په حکومت کي يې يوه نوې هنګامه راولاړه کړه.
د حملې په تور نيول سوئ کس عمر فاروق عبدالمطلب منلي چي د الوتکي د چاودلو فکر يې درلودئ، همدا راز په نايجريا کي د القاعدې يوې ځايي ډلي دې کار ته د عمر فاروق د روزني او هڅولو مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.