تر دې وروسته به امريکې ته تلونکي مساپر سکين کيږي
تر هغه وروسته چي د کريسمس په ورځ يوه امريکايي الوتکه چي له هالنډ څخه امريکې ته روانه وه له چادني بچ سوه امريکې خپل هيواد ته د ټولو تلونکو مساپرو لپاره د باډي سکين څخه د تېرېدو غوښتنه کړې ده .
هالنډ لومړی هيواد و چي د امريکې دې غوښتني ته يې مثبت جواب ووايه او د امستردام په سخيپول هوايي ډګر کي يې امريکې ته د تلونکو کسانو لپاره د باډي سکين مشينونه ځای پر ځای کړه .
کاناډا هم نن اعلان وکړ چي امريکې ته دتلونکو مساپرو د سر تر پښو کتلو لپاره به په خپلو دريو لويو هوايي ډګرونو کي ۴۵ باډي سکين مشينونه ځای پر ځای کړي .
باډي سکين مشين ايکسرې ته ورته دنده ترسره کوي او پر کاليو سربېره امنيتي کسانو ته د انسان ټول ځان ښکاره کوي ، امريکې دا کار په راتلونکي کي د چاودنو او غيرقانوني توکو د تېرولو د مخنيوي لپاره کړی دی .
د باډي سکين پذريعه تلاښي د مسلمانانو تر څنګ د لويديځ يو شمېر نورو هيوادونو وګړو لخواهم غندله سوې ده .