په ننګرهار او خوست کي چاودني وسوې
نن سهار په ننګرهار کي د بهرنيو ځواکونو او افغان سرتېرو پر کاروان ځانمرګی بريد وسو ، د ننګرهار د چارواکو په وينا په بريد کي زياته مرګ ژوبله عامو وګړو ته اوښتې ده ، چارواکي د بهرنيو ځواکونو او افغان سرتېرو زخمي کېدل هم مني ، په خوست کي زموږ همکار د يوه بېړني خبر په ترڅ کي وايي چي د خوست په حمام مارکېټ کي چاودنه سوې چي جزيات به يې وروسته له لراوبره پرليکه سي .