د ننګرهار او خوست د چاودنو جزيات

34 | جنوري 6th, 2010


د ننګرهار امنيتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يوې چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي چاودنه د ايتلافي ځواکونو او افغان پوليسو پر يوه کاروان په روداتو ولسوالي کي رامنځته سوې ده، چي پنځه تنه يې وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي.
د چارواکو په وينا په وژل سويو کسانو کي دوه ملکي ماشومان شامل دي او په ټپيانو کي افغان پوليس او درې بهرني پوځيان دي، خو دا يې نه دي ويلي چي پاتي درې وژل سوي کسان پوليس او که بهرنيان دي.

بلي خواته د خوست چارواکي وايي هغه چاودنه چي د ښار په يوه مارکېټ کي سوې اته ملکي کسان يې ژوبل کړي او کوم څوک پکښي وژل سوي نه دي.
چارواکي وايي د چاودني په هکله يې پلټني پيل کړې، خو تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.

له جلال څخه ورکړل سوي وروستي خبرونه وايي چي د روداتو ولسوالي په چاودنه کي ٤١ تنه ټپيان سوي دي.چي په مړو کي درې پوليس په ګوته سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024