پښتونخوا: د بنو سوداګرو احتساب کړئ

34 | جنوري 6th, 2010


د پښتونخوا د بنو اوسېدونکي شکايت کوي چي له څو مياشتو راهيسي په دې سيمه کي د مبايل شبکه کارنه کوي.
د بنو سيمي تجارانو د حکومت پر ضد په احتساب لاس پوري کړئ دکانونه او مارکېټونه يې تړلي او ګواښ کوي که يې په سيمه کي بيرته د مبايل شبکه په فعاله نسي ټول کاروبار به بند کړي.
همدا رازد بنو د تجارانو ټولني يوه احتجاجي غونډه هم جوړه کړې چي له ايالتي حکومت څخه په دې هکله د ژر تر ژره ګام اخيستلو غوښتنه کوي. د سيمي اوسېدونکي وايي حکومت ډاډ ورکړئ وو چي د جنوري له لومړۍ نېټې څخه به په بنو کي د مبايل شبکه بيرته فعاله سي، خو دا دئ له بندېدو يې څلور مياشتي کېږي بيا هم مبايل نيټورک خراب دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024