امريکا: د ګوانتانامو بي زندان بنديان يمن ته نه سپارو
د امريکا حکومت وايي ولسمشر باراک اوباما پر هغه ژمنه ولاړ دئ چي ويل يې د ګوانتانامو بي زندان به وتړي او اکثره بنديان يې عرب او د يمن اوسېدونکي دي.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس وايي دغه زندان به وتړي، خو بنديان به يې يمن ته ونه سپاري، د نوموړي په وينا په يمن کي حالات خراب دي، او دغه بنديان به تر خوشي کېدو وروسته بيرته د القاعدې ليکو ته ورمات سي.