زابل:بهرنيان په نيمو شپو د ولس کورونه پلټي

وحيدالله شمس زابل | جنوري 22nd, 2008


نړیوال ځواکونه داحملی په داسي ترتیب سره کوي او دزابل داوسیدونکوکورته ورځي چی  دهیځ یوه نړیوالوجنګي اصولواوافغاني دودسره سمون نه لری


کله چه دی وغواړی یوکورته دتلاشی لپاره ورشی نولمړی دروازه ورته په بم الوزوی اوبیابی له کوم خبرپرته کورته ننوځي کله چه دکورهرغړی ئي په مخه ورغی وهي اولاسونه یی ورته تړی اوبیاپه کورکي تلاشي شروع کوی بی له دی جه دکومی دروازی یابکس قلف خلاص کړی به برچه یی وهي اوماته وی په کورکه ټلویزون وي یاکوم بل داشي یایی ماتوی یایی دځانه سره وړی


دیوه کورجه په دی ورستیوکي یی دکورنی غړی ترینه بولی ددی کوریوی میرمنی جه نه یی غوشتل نوم یی دخپل کوردتلاشي کیسه ئي داسي بیان کړه:


امریکایان مودشپي په ۱بجه کورته راغله ماغوښتل جه په کوټه کي مودکورني نارینه خبرکړم کله چه زه دبرنډی نه راکښته شوم دوی زماو پښوته ډیرنژدي ه ډزوکړ اوزه حیرانه ودریدم نورنولکه ددوي خپل کورچی وي هرخوايي تلاشي پيل کړه حتاتردي چه په مونږښځوکي ئي هم دیوي اوازکوونکي الی پواسطه تلاشي وکړه


.یوه بله میرمن چه ددي کورهم په دي ورستیوکي تلاشي شوي وایی چي دشپي ۲بجي وي مونږټول بیده وه چي یوناڅاپه موپه دروازه کي ډزشوي کله چی مودباندي سراي ته وکتل امریکایان موپه انګړکي ولاړدی  ورسته ئي  زمونږدکوردنارینو لاسونه ورته وتړل اوبیایی مونږښځی یوی کوټی ته کړودوی تلاشی وکړه اوبیاجه کله زمونږکوتی ته راغلل ویل یی جه ستاسوسره صلاح ده مونږبه تاسوکي هم تلاشی کوومونږهرڅومره هڅه وکړه جه زمونږسره هیح هم نه شته بیایی هم نه منله اوبلاخرمونږیی هم دیوی ږغ کوونکی الی پواسطه تلاشي کړو.


دنړیوالوځواکونوی دکړنودزابل دخلکوغوسه ډیرراپاره ولی ده دوي وائي چه نیول شوي کسان عام وګړي دي

Copyright Larawbar 2007-2024