کور / تازه خبرونه / امنيتي ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته

افغان امنيت چارواکو وويل چې دفراه ولا يت په بکوا ولسوالي کې دوسله والو طالبانو په يوه بريد کې ديوه امنيتي شرکت يو ايس پي اى يو ساتونکى وژل شوى او در ې نور يې ټپيان دي دفراه يوه امنيتي چارواکي لراوبر ويپاڼي ته ووپل چې دامريکايي شخصي امنيتي شرکت کارکوونکو هم ځوابي بريد کړى چې ښايي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله پکښي اوښتې وي خو ده ته دقيقه مرګ ژوبله نه ده معلومه .دغه امنيتي ساتونکي له هغه کاروان سره ملګري وو چې له هراته يې کندهار ته زرعاتي غنم لېږدول.