کور / تازه خبرونه / نيمروز:له ايران څخه دکډوالو دراشړلو لړۍ دوام لري

نيمروز:له ايران څخه دکډوالو دراشړلو لړۍ دوام لري

دايران سره پرپوله افغان ښارګوټي زرنج کې هرلورته هغه افغان کډوال ښکاري چې دايران څخه راشړل شوي دي . په دوى کې ډېره برخه هغه کډوال دي چې په ناقانونه ډول ايران ته تللي دي خو هغه افغانان هم پکښي شته چې پاسپورټونه يې لرل او دايراني پوليسو له لوري راشړل شوي دي حميدالله دزابل ولايت اوسېدونکى يو له هغو افغانانو څخه دى چې درې ورځي وړاندي ايراني پوليسو په زور راشړلى دى. ده وويل چې پاسپورټ يې ايراني پوليسو ورچيري کړ او ورته ويلي يې دي چې ستاسو پر هيواد يرغل شوى او تاسو ترې مهاجرت کوى دده په وينا چې افغان حکومت او ايراني چارواکي دي پلټنه وکړي چې ده ته رسماً ايراني چارواکو ايران ته دتګ ويزه ورکړې ده . دحميدالله په څېر ګڼو نورو کسانو هم ورته شکايتونه لرل ، ما دايران او افغانستان پر پوله دسلګونو کسانو هغه ډله وليدله چې په زور له ايران څخه راشړل کېدل ، اوس په هرو دوو ورځو کې ايراني پوليس له 50 نيولې تر100پوري افغان کډوال را اوباسي په هلمند کې دکډوالو دچارو درياست مشر امان الله عاطف راته وويل چې دتېر 2007 کال داپريل مياشتي له 23 نېټې څخه تر نن پوري دکډوالو دراشړلو لړۍ نه ده درېدلې او تر دامهاله 5685 کډوالي کورنۍ راشړل شوي چې ډېره برخه يې دنيمروز او فراه ولايتونو اوسېدونکي دي او پاته نور يې دهلمند ، کندهار، زابل ، هرات او دهيواد دبېلا بېلو ولايتونو اوسېدونکي دي . ښاغلي عاطف زياته کړه چې 38883اته دېرش زره اته سوه دري اتيا څړه کډوال هم ددغې مودې په دوران کې راشړل شوي دي . دده په خبره ځيني يې په زرنج کې په پنډغالو يا مهاجر کيمپونو کې اوسي او ځيني يې خپلو سيموته ستانه شوي دي . دنيمروز په ريکستاني ولايت کې دډېرو کډوالو ستونزي دردناکه ښکاري اودوى له نړۍ والي ټولنې او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ايران کې دمېشتو افغان کډوالو غم دي وخوري .