اېران: امريکا له ترهګرو سره مرستي کوي

34 | جنوري 7th, 2010


د اېران حکومت پر امريکا تور لګولئ چي په دغه هيواد کي د ترهګرۍ اور ته لمن وهي او د اېران د حکومت د نړولو کوښښ کوي.
د اېران حکومت ويلي امريکا د دوى مخالفينو ته سمندري بېړۍ ورکړي چي د اېران په ساحلي سيمو کي امنيت ګډوډ کړي.
اېران پر داسي مهال امريکا په ترهګري تورنوي چي تر دې دمخه اېران خپله په افغانستان او عراق کي د حکومت له مخالفو ډلو سره د پيسو او سلو په مرسته تورن سوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024