لغمان کې وهل شويو ژورنالستانو سره د نړۍ اونيزې مرکه

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2010


ما په ډزو لګېدلى ماشوم راپورته کول غوښتل چې له شانه يو عسکر په لغته ووهلم او وغورځېدم.
دولتي چارواکي تل له بهرنيو ځواکونو وېريږي او له ډاره د هغوى د عملياتو راپور نشي ورکولى
زه د ولسي جرګې پلاوي ته حيران يم چې هغوى هم دغه ډزې هوايي وګڼلې

د نړۍ يادونه : څه موده وړاندې د لغمان په ارمل کلي کې د اېتلافي ځواکونو له عملياتو وروسته، کله چې ژورنالستانو غوښتل د پېښې ځاى ته ورشي او د پېښې پر ضد د راوتو لاريون کوونکو سره خبرې وکړي نو د ملي فوځ له لوري تر ډزو او وهلو لاندې راغلي ول. مونږ په دې اړه په ننګرهار کې د ژورنالستانو د دفاع ټولنې مشر عبدالمعيد هاشمي سره، چې د نورو ژورنالستانو تر څنګ، دى هم په ياده پېښه کې تر وهلو ټکولو لاندې راغلى و، مرکه کړى ، چې نور حال به د هغه په خبرو کې ولولئ .

دا يادونه هم اړينه بولو چې د ( نړۍ ) ټول کارکوونکي د ډيموکراسۍ او د وينا د خپلواکۍ پر ضد دغه شرموونکې پېښه په کلکه غندي ، او د ملي دفاع وزارت څخه غواړي چې ددوى په ليکو کې د ورګډو شويو، دغو د ملي فوځ بدناموونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي، تر څو په ولس کې د ملي فوځ ګټلى ښه نوم او نېک شهرت زيانمن نشي.

مننه

نړۍ : هاشمي صيب ! تر هر څه وړاندې د نړۍ لوستونکي د لغمان له پېښې خبر کړه او د يوه خپلواک ژورنالېست په توګه د سترګو ليدلى حال ورته ووايه .

هاشمي : بسم الله الرحمن الرحيم ، له هر څه لومړى زه تا ته چې دلته د نړۍ اونيزې په استازولۍ راغلى يې، کور ودانى وايم ، زه د ژورنالېزم سوچه او اصيل مسلک ته په کتو نړۍ اونيزه د ازاد ژورنالېزم يوه هينداره بولم او ډېر خوښ يم چې له نړۍ اونيزې سره د زړه خواله کوم ، لومړى خو دا چې زه د لغمان خواشينوونکې پېښې کيسه درته پيل کړم خپله ډېره خواشيني په دې څرګندومه چې په هېواد په ځانګړې توګه ختيځو ولايتونو کې د ازاد ژورنالېزم غوړېدلى فرش د ټولېدو په لور روان دى، ازادو ژورنالېستانو ته ، ازادې مېډيا ته ورځ په ورځ بېلابېلې ستونزې راپيدا کېږي او دغو ستونزو ته په کتنې سره زه په لومړي سر کې د دولت له وسله والو مخالفينو ، له بهرنيو ځواکونو، له دولتي ځواکونو او چارواکو نه هيله کوم چې په افغانستان کې دغه يو څرک چې ازاده مېډيا ده ، ددغې رڼا د وژلو لپاره دې هڅې نه کوي او ترې غوښتنه کوم چې په ارامه دې ازاد ژورنالېستان پرېږدي تر څو د پېښو او حالاتو انعکاس په سم ډول وکړي او خپل ولس او لوى خداى ته خپلې غاړې خلاصې کړي.

نړۍ : هاشمي صيب ! د ستونزو د ورکېدا په هيله که اوس راشو د لغمان پېښې ته

هاشمي : ښه ! راځم، راځم اوس د لغمان پېښې ته ، کله چې د لغمان پېښه وشوه زه په هغه شپه دلته په دفتر کې وم او ماته له هماغې سيمې ټېلفونونه راوشول، په ټېلفون کې راته وويل شول چې د لغمان په ارمل کلي کې اېتلافي ځواکونو عمليات تر سره کړي او ملکي بې ګنا خلک يې شهيدان کړي نو ما د هماغې شپې په سبا له ځانه سره خپل دوه ملګري د طلوع تلوېزيون خبريال زيرک فهيم او د شمشاد تلوېزيون خبريال طاهر ساپى هم د لغمان په لور روان کړل ، وړاندې تر دې چې مونږ د پېښې سيمې ته حرکت وکړو په لاره کې مې د لغمان امنيې قومندان ته زنګ وواهه چې له ماسره يې ثبت شوى غږ هم شته له هغه مې د پېښې په اړه پوښتنه وکړه چون دولتي چارواکي تل له بهرنيو ځواکونو وېريږي او له ډاره د هغوى د عملياتو راپور نشي ورکولى نو د لغمان د امنيې قومندان هم د نورو چارواکو په پل ماته وويل چې تر اوسه مونږ معلومات بشپړ کړي نه دي، وروسته بيامعلومات درکوو، ما ورته وويل چې جنرال صيب سيمې ته در روان يو تر څو خپله له نږدې سيمه وګورو.

کله چې مونږ د سهار په نهه نيمو بجو د لغمان ولايت شمال لور ته يعنې د لغمان محبس نه تېرېدلو، د محبس نه ور اخوا لاره کې دوه درې ځايه ټيرونه سوزول شوي ول ، هلکان ولاړ ول ، سړکونه يې بند کړي ول ، دې هلکانو چې زمونږ موټر وليدلو نو پوه شول چې ژورنالېستان دي ،مونږ ته يې لاره راکړه .

نړۍ : دا خلک څوک و او څه يې غوښتل ؟

هاشمي : دا لاريون کوونکي وو ، خو په دې وخت کې يې لا لاريون نه و پيل کړى بلکې يواځې يې د سړکونو پر مخ تيږې اچولې او لاريون ته يې تيارى نيولو ، ما خپلو ملګرو زيرک فهيم او طاهر ساپي ته وويل چې لاړ به شو ساحې ته ، کله چې مونږ لږ وړاندې لاړو هلته مو د ختيځ زون د سرحدي لېوا قومندان جنرال سيدزمان مموزى وليدو هغه سره مو ستړي مشي وکړه او وروسته مو ترې رخصت واخيست ، زمونږ نيت دا و چې ددې عملياتو له زيانمنو کورنيو سره وګورو ، له شهيدانو او ټپيانو نه ليدنه وکړو، مونږ لا څو ګامه لا مخکې نه و لاړ چې زمونږ مخې ته سلګونه ولسي وګړي د جنازو له کټونو سره راغلل

تاسو باور وکړئ مونږ هم خداى ته ورتګ لرو، مونږ په دې اړه بېلابېل راپورونه اورېدل ځينو خلکو له ځانه نورې خبرې پکې ورځاى کړې وې چې په دې لاريون کې ځانمرګو او نورو وسلوالو برخه لرله خو ترکومه چې مونږ په سيمه کې و د خلکو له خوا پرته له دې چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول او غوښتل يې چې خپلې ورسره جنازې د ولايت مقام مخې ته ورسوي، زه په دې اړه څه نه وايم ، بهرنيو ځواکونو څوک وژلي او څوک يې نه دي وژلي ځکه مونږ د همدې سپيناوي ته تللي وو، کله چې مونږ خپلې کمرې د سړک او لاريون کوونکو پرمخ ودرولې او د لاريون او د جنازو د بهير تصويرو نه مو اخيستل په دغه وخت کې يو وار ډزې پيل شوې د ډزو له پيلېدو سره ټول خلک خواره واره شول، دې وخت کې زه او د طلوع خبريال زيرک فهيم په يوه ځاى کې ايسار شو او دلته د خاورو يوه ډېرۍ وه، مونږ دغې د خاورو ډېرۍ ته پروت وکړ ، تاسو باور وکړئ چې ډزې دومره ټيټې وې چې په دغه ځاى کې يو د اوو کلونو ماشوم هم په دې ډزو کې ولګېدو.

نړۍ : دا ډزې چا کولې ؟

هاشمي : دا ډزې د ملي اردو ځواکونو له خوا کېدې ، زه د بشر د حقوقو پلاوى چې راغلى و هغوى ته مې هم دا خبره وکړه ، خو زه د ولسي جرګې پلاوي ته حيران يم چې هغوى د کابينې داعلان په ورځ وويل چې دا هوايي ډزې وې، تاسو فکر وکړئ چې هوايي ډزې په يو ماشوم څنګه لګيږي ، هوايي ډزې خو هغو ته وايي چې لږ تر لږه خو د انسان له قده ( ونې ) اوچتې وي او په هوايي ډزو خو څوک نه لګيږي

نړۍ : هغه اوه کلن ماشوم چې د ملي اردو په ډزو ولګېدو، بيا څنګه شو ؟

هاشمي : ريښتيا نو هلته چې هغه ماشوم په ډزو ولګېدو نو ما ددې ماشوم په لور منډه کړه چې له هغې ځايه يې راپورته او غاړې ته کړم، په دې وخت کې د شانه د ملي اردو يو عسکر په لغته ووهلم او وغورځېدم، کمره مې هم ماته شوه ، دا ښي لاس او پښه مې هم مات شول ، نو په همدې حال کې زما هغه بل ملګرى د طلوع خبريال زيرک فهيم تر بريد لاندې راغى او د ډزو په دوړو کې رانه ورک شو نو په دې وخت کې ما چغه کړه چې زيرک فهيم مړ شو، په دې ساعت کې زما ټېلفون ته زنګ هم راغى خو نه پوهېږم چې د چا به و ، له هغې سره جوخت چې کله مونږ په پرزېدو ولاړېدو کې و له يوې خوا نه د ملي اردو سرتېرو ډېر پوچ الفاظ مونږ ته کارول ، له بلې خوا ډزې روانې وې او هم لاريون کوونکي خواره واره شول او د جنازو کټونه په سړک اېښودل شوي ول ، په دې مهال کې زما هغه بل ملګرى د شمشاد تلوېزيون خبريال طاهرساپى او د هغه کمره مين زړګى د ملي اردو سرتېرو د کونداغونو، سوکونو او وهلو ټکولو لاندې راغلل ، په دې وخت کې ما د لغمان د والي وياند سيد احمد صافي ته زنګ وواهه، هغه ته مې وويل چې وروره دا کوم ډول دېموکراسي ده ؟

زه په دې خواشينى يم ، تر دغه حاله چې ډزې کېږي د لغمان په دولتي او امنيتي چارواکو کې يو هم په سيمه کې نه و ، بيا له هغې وروسته د والي وياند سيمې ته راغى مونږ د ملکي خلکو له خوا د کلو تر شا د لمبر اول ښوونځي ساحې ته راوويستل شو او بيا د لغمان ولايتي شورا انګړ ته لاړو، د ولايتي شورا غړو سره مو خبرې وکړې ، خپل تېر جريان مو ورته تشرېح کړ، همدارنګه بيا وروسته مسلسل د لغمان د والي له خوا له مونږ هر يو نه د ټېلفون له لارې بخښنه وغوښتل شوه خو کله چې په وړمه ورځ مونږ د بشر د حقوقو نه راغلي کمېسيون د بشر د حقونو رياست ته وغوښتلو، هغوى مونږ ته د لغمان د چارواکو داسې څرګندونې وکړې چې ګواکې مونږ د لغمان چارواکو سيمې ته له تګه منعه کړي و چې هلته امنيتي ستونزې دي او مه ځئ ، حال دا چې د لغمان چارواکي دروغ وايي مونږ هيچا نه وو منعه کړ ي او هېڅ ډول امنيتي ستونزه نه وه.

دا چې دولت وايي چې دغه لاريون کوونکو کې طالبان يا په کې نظامي خلک ول ، نو بيا ايا کله چې لاريون کوونکي خواره واره شول ولې دولت هغه طالبان ونه نيول ؟ داسې اوازې هم دې چې په دې لاريون کوونکو کې ځانمرګي هم ول نو بيا ځانمرګو ولې ځانونه وانه لوزول ؟ او دولت دا هم وايي چې هلته د لغمان په محبس د بريد وېره وه نو بيا خو لاريون کوونکي د محبس تر دېوالونو رسېدلي ول ، بيا ولې په محبس بريد ونه شو؟

زما په نظر د بهرنيو ځواکونو او دولت تر منځ نظامي هماهنګي قطعاً موجوده نه وه پخپله د لغمان د والي وياند مونږ ته اعتراف وکړ چې له مونږ سره يې ثبت شوى غږ هم شته چې دوى نه ول خبر، پي ار ټي نه وه خبره، ملي امنيت نه و خبر، د لغمان د امنيې قومنداني نه وه خبره او دا عمليات ( سپېشل فورس ) کړي ول.

په هر تقدير زه خپلې برخې ته راګرځم او دا وايم چې دا لومړى ځل نه دى چې د ازادې مېډيا پر وړاندې ستونزې جوړيږي په همدې لغمان کې دوه کاله وړاندې کله چې ګلاب منګل د لغمان والي و د الينګار ولسوالۍ کې د اريانا تلوېزيون خبريال خانوليکامران په موټر کې مونږ ناست و چې هلته هم په مونږ ډزې وشوې چې کله مو دا ډزې کوونکي تعقيب کړل نو د الينګار ولسوالۍ دولتي وسله وال ول ، بيا له هغې وروسته بله پېښه دا چې د والي د بارډيګاردانو له خوا زمونږ په ملګرو وارونه وشول، هلته د اريانا خبريال خانولي کامران او د هغه کمره مين ووهل شول ،له دې نه وړاندې.

مونږ په کونړ کې همدا ډول بېلګې لرو، په ننګرهار کې يې لرو، د بهرنيو ځواکونو له خوا داسې ډېرې بېلګې لرو ،همدا د ملي اردو ځواکونو تېر کال د حصارشاهي په ولسوالۍ کې د طلوع تلوېزيون کمره ماته کړه، په ملکي خلکو يې ډزې وکړې او همداسې د بټي کوټ پېښه چې بهرنيو ځواکونو د ژورنالېستانو پر وړاندې سخت غبرګون وخود، همدا ډول د حکومت مخالفين هم که وګورو کله چې کونړ ته کوم ژورنالېست لاړ شي نو دوى يې نيسي ، تېر کال دوه درې ځلې ژورنالېستان په کونړ کې نيول شوي.

زما په نظر افغانستان کې ، په ځانګړي ډول زمونږ په سيمه (ختيځ زون) کې ازاد ژورنالېزم ته ډېرې ستونزې موجودې دي ، دوه بېلګې نورې زه غواړم چې په لنډ ډول يې وړاندې کړم کله چې دولت يا دولتي چارواکي خپلې ګټې په ټکر کې وګوري نو بيا مېډيا تر عدلي تعقيب لاندې نيسي ، بيا مېډيا د محاکمو تر فشار لاندې نيسي ، ميډيا بيا د رسنيو د خلاف ورزۍ کمېسيون تر څارنې لاندې نيسي چې ښکاره بېلګه يې همدا نړۍ اونيزه ده چې د نړۍ اونيزې پر وړاندې دوئ څومره هلې ځلې وکړې په داسې حال کې چې يوه ليکنه ورپسې خپره شوې وه، دوى دومره غبرګون وښود خو چې کله بيا ازادې مېډيا ته ستونزه جوړه شي نو بيا تش په يوه ټېلېفوني اړيکه ځان خلاصوي يا همدا ډول د شرق په راډيو هغه بريد وشو ، د دا ډول بريدونو وروسته تل چارواکي وايي چې مونږ ددې پېښې پلټنه کوو، ايا کله دوى پلټنه کړې ؟ او يا کله دوى دداسې پېښو عاملينو ته سزا ورکړې ؟

نړۍ : هاشمي صيب تا وويل چې د لغمان والي له تاسو په ټلېفون بخښنه وغوښته ، د پېښې په اړه يې نور هېڅ ونه کړل؟

هاشمي : نه ! د لغمان والي لطف الله مشعل مونږ ته د ټېلفون کولو پرته نور هېڅ نه دي کړي، بس يواځې يې د بخښنې لپاره ټېلفون وکړ او زمونږ پوښتنه يې وکړه ، مونږ د لغمان والي صيب ته کور ودانى وايو، مونږ ته ستونزه د لغمان ادارې نه وه جوړه کړې، مونږ د لغمان د ادارې له خوا نه يو وهل شوي، زمونږ وسايل د لغمان د والي ساتونکو او يا د لغمان نورو امنيتي ارګانونو له خوا نه دي مات شوي ، زمونږ سپکاوى په لغمان کې د ملي اردو له خوا شوى او زمونږ وسايل هم د همدوي له خوا مات شوي خو د لغمان والي بايد لږ تر لږه د يو رسمي پروګرام له لارې چې د ملي اردو ځواکونو مشران پکې وي دا زمونږ پېښه بايد وپلټل شي، مونږ اوس هم وايو چې يواځې په بخښنه څه نه کېږي ځکه دا زمونږ دنده ده مونږ هرې پېښې ته تر هغې وروسته هم تللي يو، بيا هم ځو، تر څو چې مو وسه وي او مونږ ازاد ژورنالېزم ته کار کولى شو او د خپل ولس غږ پورته کولى شو نو دا پېښې به کېږي.

نړۍ: څه فکر کوې چې د لغمان والي به ددې پېښې په اړه په ريښتا پلټنه وکړي ؟

هاشمي : د لغمان د والي وياند په لومړي ځل کله چې مونږ د پېښې په ځاى کې و، وويل چې مونږ دا پېښه تر جدي بحث لاندې په نظامي کمېسيون کې نيولې خو متاسفانه چې نظامي کمېسيون يواځې د خلکو په سترګو کې خاورې ور واچولې او دغه ډول لغمان ته چې د ولسي جرګې کوم پلاوى راغلى و، د هغوئ په سترګو کې يې هم خاورې ورواچولې او غلط يې پوه کړل، نه يواځې دا چې د ولسي وګړو غم ونه خوړل شو، زمونږ موضوع بېخي له دغه کيس څخه وويستل شوه .

ګورئ د ملي اردو يونېفورم د افغانانو د ساتنې يونېفورم دى ، افغانان له ملي اردو ډېرې هيلې لري ، افغانان له ملي اردو د ملک د سرحداتو ساتنه غواړي ، له ملي اردو سره ددې ولس مظلومې هيلې تړلې دي ، زما غوښتنه داده که دا هرڅوک د هر ځاى د هرې سيمې وي ملي اردو په دغه ډول کارونو خپل محبوبيت له لاسه ورکوي او افغانانو ته همدا يوه توقع پاتې ده چې همدا ملي اردو به دا هېواد راکنټرول کړي، که دوئ داسې کارونه وکړي خد اى مه کړه ولس به پرې بې باوره شي.

نړۍ : هاشمي صيب ! په دې پېښه کې له تاسو دريو ژورنالېستانو پرته نور چاته څه ورسېده ؟

هاشمي : ددې پېښې په شپه زمونږ د معلوماتو له مخې ديارلس کسه شهيدان شوي ول چې بيا وروسته دولت وويل چې دولس کسه شهيدان شوي نو په دغو دولس کسو کې مونږ نه پوهېږو چې ايا طالبان پکې ول که نه؟ ايا دا ټول ملکي خلک ول که نه؟ خو د کمېسيونونو د تحقيقاتو له مخې نهه تنه په دې پېښه کې ملکي خلک مړه شوي ول. يواځې يو شى چې زه يې زياتول غواړم هغه دا چې زه د لغمان د راډيو تلوېزيون په مشرتابه باندې د ژورنالېزم په مذهب کې لعنت وايمه ، په دې لعنت ورباندې وايمه چې د احسان الله ( شهيدزوى ) په نوم يو کس چې کلونه کلونه د لغمان له راډيو تلوېزيون سره خبريال پاتې شوى و، شهيدزوى په سريالونو کې د يو لوبغاړي ( ممثل ) په توګه کار کړى و او له تېر کال راهيسې يې دنده پريښې وه چې هغه هم په دې پېښه کې شهيد شو، هغه پخوانى ژورنالېست و، پخوانى ممثل و، ليکوال و، شاعر و خو بس په دې ډګر کې يو پېژندل شوى سړى و مګر زمونږ د معلوماتو له مخې چې کله دولت ددوى نه استلام کوي نو دوى ورته وايي چې هغه دوه کاله وړاندې دنده پريښې او له مونږ سره نه و، دا د هغه خپل شخصي کار دى خو وړاندينۍ سابقه چې يې مونږ سره ده هغه د يو ژورنالېست او ممثل په توګه ده او همدارنګه په همدې شپه چې د سپېشل فورس لخوا کوم عمليات شوي په دې کې يوه مېرمن هم په شهادت ورسېده او په سبا يې هم د لاريون کوونکو له ډلې څخه يو سپين ږيرى او يو ماشوم سره له يو بل تن په شهادت ورسېدل

نړۍ : تاسو مخکې د ژورنالېزم او په ځانګړي ډول د خپلواکو رسنيو په وړاندې د پرتو ستونزو يادونه وکړه ، ستا په اند خپلواکو ژورنالېستانو ته ولې ستونزې پيداکېږي، او ولې يې په ګواښلو او ډبولو سره د کار د مخنيوي هڅه کيږي ؟

هاشمي : ازاد ژورنالېستان اساسي قانون او د رسنيو قانون ته په درناوي درلودلو سره غواړي د پېښو ريښتينى غږ منعکس کړي نو د پېښې په ريښتيني ډول منعکس کولو کې ذيدخله لوري چې خپلې ګټې کله په ټکر کې وګوري نو بيا کوښښ کوي چې د ژورنالېزم مرۍ خپه کړي او پرې نه ږدي چې خلکو ته دغه فلمونه، انځورونه چې مستند له سيمو نه اخيستل شوې مرکې له خلکو سره شوي هغه د خلکو تر سترګو او غوږونو ونه رسيږي.

نړۍ : يعنې ته وايې دولت چې د بيان د ازادۍ چغې وهي، دا هسې تش شعار دى؟

هاشمي : تر تېرې يوې اونۍ هم ما دا عقيده درلوده چې په افغانستان کې د بيان ازادي تر ډېره بريده مراعت کېږي خو اوس زه وايم چې د بيان ازادي تر هغه بريده چې دولت ، نړېوال ځواکونه او طالبان يې د ځان په ګټه وبولي د بيان ازادي شته او که کله ددوى له ګټو سره د بيان ازادي په ټکر کې وه نو بيا بيخي په افغانستان کې د بيان ازادي نشته

نړۍ : هاشمي صيب دا څووم ځل دى چې ازاد ژورنالېستان وهل کېږي، ګواښل کېږي او حتا وژل کېږي خو ژورنالېستان يې په اړه يو لاريون وکړي او بس، ستا په اند ژورنالېست له لاريونه پرته د دا ډول ستونزو په اړه نور هم څه کولى شي که نه؟

هاشمي : زه بيا هم هماغه خپله تېره خبره تکراروم چې ځينې خلک داسې توصيه کوي چې ژورنالېست دې د پېښې سيمې ته نه ځي، حتا ځينې ژورنالېستان ملګري مونږ ته کله کله وايي چې د پېښې سيمې ته مه ځئ خو زه وايم چې هر هغه څوک چې د هغه تعليم او تربيه ددغه ولس په وينو باندې شوې ده او په دغه برخه کې يې زده کړې کړې دي نو هغه که مري که پاتې کېږي هغه بايد خپل خداى خپل ولس او خپل وطن ته په وفادارۍ بايد د پېښې سيمې ته لاړ شي او د پېښې سم انعکاس وکړي، رابه شم ستا پوښتنې ته ژورنالېست پرته له دې چې يو قلم او يو غږ لري نور نه کوم ځواک لري نه زور لري او نه وسله لري. ژورنالېست پرته له دې چې خپل غږ د لاريون او شکايت له لارې اوچت کړي بله لاره نه لري او وروستۍ لاره يې همدا ده چې ما مخکې هم ورته اشاره وکړه چې که حالات همدغه ډول روان وي، ژورنالېست هم انسان دى، ژورنالېست کورنۍ لري، اولاد لري، که د ژورنالېستانو پر وړاندې په ژورناليستيک ډګر کې مرکونډۍ اچول کېږي، د هغوي مخه نيول کېږي او د هغوى لپاره ستونزې پيدا کېږي، زه په دې عقيده يم چې زما په شمول به ټول ژورنالېستان بالاخره حالات دېته مجبور کړي چې دوى د ژورنالېزم مسلک ته شا کړي او ځانته د حلالې نفقې د پيدا کولو کومه بله لاره پيداکړي.

نړۍ : ښاغلى هاشمي! که په پاى کې ووايې چې که د ازاد ژورنالېزم مخه همدا ډول ونيول شي نو اغېزې به يې څه وي؟

هاشمي : زه يې اغېزې همدا بولم چې افغانستان د نړۍ په کچه د نړۍ دوهم فاسد هېواد پېژندل شوى، که دولت ژورنالېستانو ته د معلوماتو د لاس رسي لپاره په ټولو ډګرونو کې اسانتياوې منځته راوړې واى نو نن به زما له وزير نه نيولې زما تر والي زما تر ولسوال او زما تر ماموره پورې ددولت په کچه چې څومره فساد کې ښکېل دي، دا به نه واى. ژورنالېستانو به په اسانه معلوماتو ته لاس رسى درلود، له دوى نه به معلومات نه پټېدل، نن به دغه اداري فساد نه و چې له امله يې نړېوالو هم غوغا جوړه کړې او جمهور ريس هم جوړه کړې.

نړۍ : ډېر مننه هاشمي صيب

هاشمي : له تاسو هم مننه کور موودان

Copyright Larawbar 2007-2024