د ځوان شاعر شېرمحمد شباب د شعر بېلګي
دسولې داړه مار
لكه اغزي چې دشينكي چمن په لارپراته دي
داسې زمونږپه غرو رغونوكې اغيارپراته دي
څه دكارغانوسېل راګډشوپه تنكيوفصلو
زمادزړه په هرپټي كښې يوكتارپراته دي
نه مې باغونه نه چنار نه مې نښتر په آمن
سمې خوپرېږده چه دغروپرسروبارپراته دي
اوس به دكلي په كوڅوكې سترګې ټيټې وړمه
له پنډوپنډوجاموتېرشي ښه په جارپراته دي
په يوه لاس كې يې ټوپك بل كې ډالرنيولي
دادبشرپه نوم دسولې داړه مارپراته دي
زماپه غزل ماينې چغې تر دآسمانه درومه
ماغولان ستاپه ياقربان په يكه زارپراته دي
خدايه ملالې دكابل خومې بې ستره مكړې
دښاپېريوپه واطن كې سره كُفارپراته دي
زمادكلي مستانه شبابه ژوند څه كوې
چه دښمنان ددنيكونوپه دستارپراته دي
جنت
ستوروپه اسمان كې دښكلاخبرې كډې كړى.
يارمې پروني راته په سترګوكې خندلي دي.
يا!هسكې سپوږمۍ دمخ شغلې دڅومره خوندكوي.
ښايي چې زماديارله مخ دپټې كړي دي.
روغ كه ليونى يم څه ديارڅه دسپوږمۍ رڼا.
دواړه برابردي ښه اوبد لا چا ويلي دي.
دواړه دقدرت نښې دي دواړه دحالق پيرزو.
نشته اعتراض په دې چې څنګه پيداشي دي.
لمردى كه ښكلادښكلي رب(ج) كه رڼاګانې دي.
دالوى نعمتونه نوپه تله چاتاللي دي.
ماشباب ته يونظركاته ديارجنت جنت.
ګرانوپه دنياكې جنتونه چا ليدلي دي.
اوكراين ادېسه شېرمحمدشباب