حکومت: امنيتي ځواک به څلور لکه کسانو ته وخېژوو

34 | جنوري 20th, 2010


د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي له راتلونکو درو څخه تر پنځو کلونو پوري به افغانستان ٤٠٠٠٠٠ امنيتي ځواکونه ولري.
ډاکټر زاخېلوال وايي د ماليې وزارت د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سره په پام کي لري چي د افغانستان د کورنيو عايداتو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کي د ٤٠٠٠٠٠ کسانو دپاره معاشونه برابر کړي.
د زاخېلوال په وينا ټاکل سوې چي د پوځ شمېر ٢٤٠٠٠٠ او د پوليسو هغې ١٦٠٠٠٠ کسانو ته لوړ کړل سي.
دا په داسي حال کي ده چي افغانستان اوس ٩٤٠٠٠ پوليس او ٩٧٠٠٠ پوځ لري چي د پوليسو له بې کفايتۍ، بد اخلاقۍ او رشوت اخيستلو څخه هر ځاى شکايتونه کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024