ناټو او بهرني ځواكونه بايد خپله ماته ومني
د نوې كابينې لپاره ۱۴ وزيرانو له پارلمان څخه د باور رايه تر لاسه كړه او د مرغومې په ۲۸ مه د ولسمشر كرزي له خوا دوى ته د تحليف يا لوړې مراسم ترسره كېدل خو د كابل د يادې شوې ورځې حالاتو دوى ته داسې وښودله چې كه د دولت امنيتي تدابير دومره كمزوري وي نو د دوى دا وزارت به تر ډېره پاتې نه شي.
ځكه چې د پلازمېنې په زړه كې له ارګ سره نژدې يوه ډېره تونده جګړه روانه وه، هرې خواته لوخړې روانې وې، هرې خوا خلكو د خپل ځان د ساتنې لپاره منډې وهلې، د هېواد امنيتي ځواك د دې لپاره چې په مخالفينو باندې اوښكې بهوونكى ګاز، اوبه او يا هم بل داسې څه وشيندي، له پرمختللو وسلو څخه يې كار واخيسيت چې په ترڅ كې يې د افغان لويې فروشګاه ډېره برخه د لمبو خوراك كړه. د دې پر ځاى چې يو څه له هوښيارئ څخه كار واخلي، د غريبو خلكو ټولې هغه پانګې چې يوازې يې كولاى شول چې يوازې د خپل اولاد د ژوند اړتياوې پرې پوره كړي، د اور د لمبو خوراك كړې.
په هر صورت، څو ورځې مخكې راسموسن ويلي و، چې په افغانستان كې امنيت د ډاډ وړ دى، هو راسموسن جانه په پوره ډول د ډاډ وړ دى. دا چې د ولسمشر كرزي د واكمېنې تر څنګ جګړه روانه ده، دا د امنيت د ښه كېدو څرګندې نښې دي او اوس موږ ستا په خبره په پوره ډول باور كولاى شو هغه دا چې تاسې وايئ چې امنيت د ډاډ وړ دى.
په داسې يو هېواد كې چې امنيت يې هم د ۳۵ هېوادونو له خوا څخه ساتل كېږي، د هېواد د پلازمېنې په زړه كې د يوې داسې جبهه يي جګړې رامنځ ته كېدل، ډول ډول پوښتنې رامنځ ته كوي. او د خلكو او دولت تر منځ د واټن ډېروالى رامنځ ته كوي. په نړۍ كې ناټو ځواكونو ته د يو لوى ځواك په سترګه كتل كېږي خو موږ يې چې په عمل كې وينو، داسې نه ده يو څو طالبانو د ناټو ځواكونو ته ماتې وركړې، او دې ته يې اړ كړي دي، چې څه ډول كولاى شي چې له دې ماموريت څخه خپلې پښې سپكې كړي او په يو چل نه يو چل ورڅخه ځان خلاص كړي. او يا هم دا چې دوى نه غواړي، چې امنيت پياوړى شي او خلك په آرامي سره خپل ژوند وكړي.
په داسې حال كې د ولسمشرۍ په واكمېنه كې د كابينې د لوړې مراسم ترسره كېدل، خو دا ورځ په داسې پيغامونو سره بدرګه شوه، چې د كابل ډېرى كورنۍ يې په غم ولړلې، ډېرو كورنيو ته د خپلو اولادونو جنازې ور وړل شوې او د ډېرو كورنيو خپل خپلوان د خپلو ټپيانو لپاره روغتون په روغتون وګرځېدل.
اوس بايد ناټو او بهرني ځواكونه په پوره ډول خپله ماتې ومني او ووايي چې موږ ونشو كولاى چې په افغانستان كې خپل ماموريت ته دوام وركړو.
د كابل ښآر د اتيا تنو مرګ ژوبله يوازې او يوازې د بې كفايته دولت او امنيتي ارګانونو ملامتي ده او ټول هېوادوال دوى ته ګوته نيسي، ځكه چې مخالف خو هسې هم مخالف دى، نو ته خو ځان د دې وطن ساتونكى بولې او تل چيغې وهې چې وطن ساتم دا څه ډول ساتنه ده چې ته يې د ۳۵ هېوادونو په ځواكونو سره هم نه شې كولاى. له بلې خوا څخه د هېواد ولسشمر يو ځل دا پېښه وغندله. موږ هم ډېر ځواكمن او بيدار ولسمشر لرو، چې څنګه پېښه وشي هغه يې ډېر ژر غندي په دې پېښه كې هم سره ددې چې د وزيرانو د لوړې په مراسمو بوخت و، خو بيا يې هم د پېښې په غندلو كې ځنډ رانه ووست، او ډېره ژر يې وغندله او همدارنګه يې امنيتي ارګانونو ته امر وكړ، څو د كابل امنيتي كمربندونه پياوړي كړي څو مخالفني بيا د ولسمشرۍ تر واكمېنې پورې راونه رسېږي، د هېواد د نورو لرې پرتو ولايتونو په حالاتو خو هسې هم څوك نه دي خبر پر هغوى دې الله ورحمېږي.
كه چېرې د واكمن دولت دا ډول كمزورى حالت وي نو لرې نه ده چې د هېوادوالو دا لږ هيلې چې دولت ته يې لري په ناهيلۍ بدلې شي.