کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روغې جوړې له روان بهير نه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ پراهميت ټينګار كړې.
ورځپاڼې ليكلي، كه په افغانستان او سيمه كې د روانې لانجې د هواري لپاره د دولت د پخلاينې د پروګرام ملاتړ وشي نو د لندن غونډه به ښايي افغان ولس ته د يوه ښه پيغام پيلامه شي.
ورځپاڼې پدې برخه كې د ګاونډيو هيوادونو او په تيره بيا د پاكستان رول هم خورا مهم بللې او ليكلي، كه چيرې دوى په اخلاص سره د افغان دولت د روانو هڅو ملاتړ وكړي نو جوړجاړې ممكن دې.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د رسنيو له استازو سره په ليدنه كې د ولسمشر كرزي دا سپارښتنه راخستې، چې رسنۍ بايد د ملي ګټو په دفاع كې يو مټې شي.
ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، چې افغانستان خپلواك دې، خو سياسي او اجراييه وي استقلال يى يو ډول ندې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د واليانو د پياوړې كولو لپاره روانو هلو ځلو ته په اشارې ليكلي، چې افغانان پياوړې واليان غواړي نه خپلسري واليان.
ورځپاڼې پدې اړه د ځينو كړيو د هڅو په وړاندې له افغان دولت نه هم د يو كلك دريځ د خپلولو غوښتنه كړې.
په ورځپاڼه كې د په افغانستان كې د پخلاينې لپاره روانو هڅو ته په اشارې ليكل شوي، چې ددې هڅو د برياليتوب لپاره د سياسي هوډ موجوديت مهم دې.

راه نجات:
پاكستان نه غواړي، چې د افغان امنيتي ځواكونو شمير زيات شي، دا د بريتانيى لپاره د افغان سفيرد څرګندونو هغه ټكي دي، چې راه نجات پخپل لومړي مخ كې راخستي.
ورځپاڼې په دوام كې د همايون تندر په حواله ليكلي، پاكستان دا انديښنه لري، كه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې كمې شي، نو د افغانستان پوځ به د هند تر اغيزې لاندې راشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بريتانيى لپاره د افغان سفير همدغو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې يو كمزورې افغانستان د پاكستان دايمي هيله ده.
ورځپاڼې په دوام كې دولت ته سپارښتنه كړې، چې د لندن په غونډه كې د افغانستان د خلكو او شرايطو غوښتنې په ډاګه كړي او د افغان امنيتي ځواكونو د شمير د زياتولو غوښتنه وكړي.
په ورځپاڼه كې د ترورزم په وړاندې روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او پدې برخه كې د ګاونډيو هيوادونو پريكنډه چلند خورا مهم بلل شوې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ملي پخلاينې په اړه د حكمتيار په وروستيو څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې دا په افغانستان كې د تفاهم د باب په پرانستلو كې ګټور ثابتدلې شي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګولو لپاره له روان فرصت نه بايد اعظمي ګټه پورته شي او ټول اړخونه بايد په هغږۍ كې كار وكړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې د وسلوالو طالبانو د راستنولو لپاره روانې هڅې څيړلي او طالبانو ته د امتيازاتو د وركولو طرحې ته په اشارې پوښتلي دي، چې ولې بريتانيه او كرزې ترورستانو ته امتيازات وركوي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې دا خبر وركړې، چې طالبان له پخوانيو مجاهدينو څخه وسلې پيړي، څو د افغان حكومت او نړيوالو ځواكونو په خلاف په روان جنګ كې ترې كار واخلي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان د روانو پيښو په اړه د لويديځ چلند څيړلې او د ځينو كارپوهانو په حواله ليكلي، چې لويديځوال په افغانستان كې د سياسي نظام د بدلولو په هڅه كې دي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې شته ستونزو ته په اشارې له دغو انتخاباتو څخه د نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ خورا مهم بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د درغليو د ځينو پيښو له امله د انتخاباتو ځنډول مناسب كار ندې او له بل لوري د انتخاباتو خپلواك كمسيون پخپلو اقداماتو سره تر يوه حده دا ثابته كړې ده، چې راتلونكې انتخابات به سالم او زيات شفاف وي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانه مبارزه انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې اوس دا مبارزه يو نوي پړاو ته ننوتې.