ملي او ټولنيز شخصيت جنرال خان محمد خان ځدراڼ په حق ورسيد

د لراوبر اداره | جنوري 30th, 2010


نيټه :- دجنوري میاشتې دیرشمه : ۲۰۱۰ زکال
ځای : – دجرمني هیواد

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دځدراڼو دقوم یووتلی ، پوځي ، ملي او ټولنيز شخصيت جنرال خان محمد خان ځدراڼ په حق ورسيد .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد چي په ترکیه کې یې دارکان حرب لوړ تحصيلات ترسره کړي وو اودډیرو تجربو خاوندوو، د هېواد په بيلو بيلو ولایتونو کې یې د یوه بې ساري پوځي کارپوه په توګه نه ستړي کيدونکي خدمتونه کړي دي .
بلخوادحربي پوهنتون داستادپه توګه یې هم دهیوادځوان پوځي نسل په روزنه کې دیوې ملي ستراتيژي په پام کې نیولوسره هر اړخيز ګامونه پورته کړي دي .
ارواښادیو وطنپال افغان ، په خپلواکۍ مین اوډیر دینداره ریښتنی شخصیت ووچې په ولس کې یې هم ځانګړی ځای درلود.

د سلطانزي کورنۍ ټول غړي د ارواښاد جنرال خان محمدخان مړينه و هېواد ته خوپه تیره بیادځدراڼوقوم لپاره يوه لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي.

په درنښت

( پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ )
— ———————————————————————————————————-
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران د ارواښاد جنرال خان محمد خان ځدراڼ پاک روح ته د بخښني ددعا لاس پورته کورته کوي، د ارواښاد ملي ، علمي او ولسپاله کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي اود لوی خدای له دربار څخه ورته د لوی صبر غوښتونکي دي .

په درناوي
دلراوبر لخوا

Copyright Larawbar 2007-2024