ورځپاڼو ته کتنه

34 | جنوري 31st, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په لندن كې د افغان دولت د ملي پخلاينې له طرحې نه شوي ملاتړ ته په اشارې له ولسمشر كرزي نه غوښتي دي، چې لاس تر زينې كينني او بايد ژر تر ژره د سولې جرګه راوبولي.
په ورځپاڼه كې افغان دولت ته د بريتانيى دا سپارښتنه هم راخستل شوې، چې د طالبانو د ټيټ رتبه غړو سره په مستقيم ډول پخلا شي، ځكه د ورځپاڼې په وينا دا كسان د كومې عقيدوي ژمنې لپاره نه بلكه د ورځې د لسو ډالرو په خاطر د طالبانو لپاره جنګيږي.
ورځپاڼې له الجزيرې ټلويزيون سره په مركه كې د ولسمشر كرزي د څرګندونو ځينې برخې راخستي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې ددې امكان شته، چې د مكلفيت دوره اجباري شي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان روانه وضعه هم څيړل شوې او پدې ترڅ كې د ناټو د يو وياند په حواله ليكل شوي، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه زياته خوشبيني موجوده ده.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د پخلاينې لپاره طالبانو ته د امتيازاتو د وركولو مسئلې ته په اشارې په غټو ټكو سره ليكلي، چې طالبانو ته د پيسو وركولو پر ځاى بايد خلكو ته ډوډۍ وركړاى شي، ځكه د ورځپاڼې په وينا تر هغو، چې د خلكو نس موړ نه وي سوله او امنيت نشي راتلاى.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له طالبانو سره د خبرو روانې هڅې يو پيچيلې بهير بللې او په عينې حال كې حكومت ته سپارښتنه كړې، چې دا بهير بايد په شفاف ډول پر مخ بوزي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، حكومت بايد دا باوري كړي، چې له طالبانو سره خبرې په بشپړ ډول يو افغاني بهير دې او پدې برخه كې د نورو هيوادونو او په تيره بيا د پاكستان له طرحو سره په احتياط چلند وكړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ناټو فعاليتونه هم څيړل شوي او ليكل شوي، چې په افغانستان كې د برياليتوب لپاره ناټو روسيى ته اړتيا لري.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پدې ټينګار كړې، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د خلكو ملاتړ هم خپل شي او پخپله سرمقاله كې يى ليكلي، تر هغو، چې ددغه بهير په اړه د خلكو نظر وانخستلې شي، له طالبانو خبرې او تماسونه هيڅ ډول مشروعيت نلري.
ورځپاڼې ددې بهير په اړه د ډاكټر عبداله څرګندونې هم راخستي او ليكلي، چې له طالب مشرانو سره پخلاينه امكان نلري او د ملا عمر په څير كسان د بښلو وړ ندي.
په ورځپاڼه كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په حواله ليكل شوي، چې د طالبانو له افراطي غړو سره خبرې نه كوي او طالب وسلوال نشي كولې په بشپړ ډول واك ترلاسه كړي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې له وسلوالو مخالفينو سره خبرې د پشا تګ معنې نلري او نه هم په هيواد كې د ديموكراسۍ د ودې او پراختيا په برخه كې شوي پرمختګونه زيانمنولې شي.
په ورځپاڼه كې د لندن غونډې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې پدې غونډه كې د افغانستان ريښينې او مهم مسايل تربحث لاندې نيول شوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د سولې بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې سوله د هر افغان غوښتنه ده.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د پخلاينې د هڅو په اړه د روسيې ځينې انديښنې راخستي او ددغه هيواد د بهرنيو چارو د وزارت په حواله يى ليكلي، په افغانستان كې د طالب مشرانو بې اساسه جلبول د منلو وړ ندي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې روسيه دا هم غواړي، چې له تورلسټ څخه د ځينو طالب مشرانو نومونه د ځانګړو شرايطو له مخې لرې شي، چې په هغو كې له القاعده او نورو ترورستي ډلو سره د اړيكو پريكول هم شامل دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د آى ايس آى د يو پخواني مامور په حواله ليكلي، چې ملاعمر چمتو دې، چې له القاعده سره اړيكې پرې كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024