په زابل ولایت کی ځانمرګي برید وشو!

وحيدالله شمس زابل | فبروري 1st, 2010


نن سهاراته بجی دزابل مرکزقلات ښارکی یوځانمرګی بریدوشو
بریدپه قلات ښارکي دکابلبانک څانګي ته څیرمه شوی دزابل دامنیت آمر غلام جیلاني فراحي دټلیفون په کرښه لراوبرته وویل بریدکوونکي دري کسه وه اوغوښتل يي دکابلبانک څانګي ته ننوځي چی دامهال په کښي پولیسوته معاشات ورکول کیږي خودپولیسوله خواوپيژندل شواوډزي پری وکړي چي دلږمقاومت ورسته یوه تن ځان والوزاوه اودوه نوريي په تیښته بریالي شول اوپولیس يي په لټه کي دي
دفراحي په ویناچي په بریدکي چاته په کي مرګ ژوبله نه ده اوښتي
دپيښي له ځایه دعیني شاهدانودټلیفون په کرښه لراوبرته وویل چی یوتن پولیس يي په زخمي حالت کي لیدلي اونورچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتي
دبریدمسولیت تراوسه چاته ندي منلي .

Copyright Larawbar 2007-2024