کور / تازه خبرونه / امريکا: حکيم الله مسود مړ دئ

امريکا: حکيم الله مسود مړ دئ

د امريکا حکومت د پاکستاني مقاماتو هغه ادعا تائېد کړه چي وايي حکيم الله مسود تېره اونۍ مړ سوئ او د اورکزى ايجنسي د مومندو په سيمه کي خاورو ته سپارل سوئ دئ.
تېره ورځ د پاکستان حکومتي ټلوېزون د استخباراتي چارواکو په حواله خبر ورکړ چي حکيم الله مسود په جنوبي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه حمله کي چي د جنوري پر ١٤ –مه يې کړې وه تر سختو زخمونو وروسته د خپل خسر په کور کي د جنوري پر شپږويشتمه ساه ورکړې ده.
د امريکا حکومت وايي د حکيم الله مسود په مړېنه به د قبايلي طالبانو فعاليتونه کمزوري سي، خو د قبايلي سيمو څارونکي وايي حکيم الله د مفتي ولي الرحمان او قاري حسين غوندي پياوړي قومندانان تر شاه پرې ايښي دي چي ښايي د قبايلي طالبانو راتلونکى مشر به هم له دوى څخه وي.
حکيم الله مسود چي د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود ځاى ناستى و، د مړېني په هکله يې دمخه هم څو ځله خبرونه خپاره سوي دي.
بيت الله مسود هم د تېر کال په وروستيو مياشتو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي وژل سوئ وو.